کور / تازه خبرونه / په مراکش کې هم لاريونونه پيل شول

په مراکش کې هم لاريونونه پيل شول

له ليبيا،يمن اوبحرين وروسته په مراکش کې هم د دولت په وړاندې لاريونونه پيل شوي .
درپوټونو له مخي دليبيا د دامنيتي ځواکونو لخوا پرلاريون کوونکو دالوتکو له لارې بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې دماشومانو اوښځو په ګډون ګڼ شمير لاريون کوونکوته مرګ ژوبله اوښتې .
په همدې حال کې دنوموړي هيواد څخه خبر ورکړل شوى چې دليبيا ولسمشرمعمرقذافي له ترابلس ښارڅخه ناڅرګندځاى ته پناه وړې
په ورته وخت کې په بحرين،يمن اومراکش کې هم د دولت په وړاندي پراخه لاريونونه دوام لري .
دلاريونونو په وړاندې دليبيا داوسني حکومت له لوري پر ولسي وګړو بمباري ددغه هيواد په تاريخ کې دتوري ورځې په نوم نومول شوې ده .
دعيني شاهدانو په وينا دليبيا دهوايي ځواک لخوا دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې لاريون کوونکو ديوي جنازي دوړلو په ترڅ کې خپلي مظاهري ته دوام ورکوو .
اخوا دنوموړي هيواد په تاجو اوفاشلم ښارونوکې دناڅرګندو وسله والو لخوا پرلاريون کوونکو ډزي شوي چې په ترڅ کې يوشمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
بل لورته دمصر امنيتي ځواکونو ويلي چې دليبيا پوځيانو سرحدي سيمي پريښودلي اودمګړى دغه سيمي دنوموړي هيواد دولسمشر دځانګړو امنيتي ځواکونو لخوا ساتل کيږي .
بل پلودوه پيلوټان چې پرولسي وګړو يې له بمبار کولو څخه انکار کړى دى مالټاسيمې ته يې سياسي پناه وړي او دفرانسي هيواد اوه تنه وګړي چې په دغه هيواد کې ميشت وو د دوه الوتکو سره يوځاى دنوموړي سيمي نړيوال هوايي ډګر ته تللي دي .
دبرتانيه دبهرنيوچارو وزير ديوشمير شواهدو پربنسټ ويلي چې دليبيا ولسمشر وينزويلاته سياسي پناه وړي خو په همدي حال کې ددليبيا ولسمشر له دولتي تلويزيون څخه راڅرګندشوو او دبرتانيوي چارواکو او نړيوالو رسنيو خبري يې رکړي اوزياته يې کړه چې ددغه هيوادټول لوړ پوړي چارواکي په خپل هيواد کې شتون لري .
دملګرو ملتونو سرمنشي په ليبيا کې په لاريون کوونکو هوايي بريدونه غندلي او له قذافي څخه يې دژر تر ژره ګوښه کيدو غوښتنه کړي .
درپونو له مخې په بحرين هيوادکې هم ددولت پرضدلاريونونوزوراخېستى.
رپوټونه وايي له دري سوه زرو څخه زيات لاريونکونکي په الفتح جماعت کې سره راټول شوي او له دولت څخه غواړي ترڅو په دغه هيوادکې سياسي بنديان خوشې او په سياسي حالاتوکې بدلون راولي.
بلخواد يمن ولسمشرعلي عبدالله صالح ويلي يوازې به په ټاکنو کې د ماتې په صورت کې له واکه لاس واخلي.
صالح چې له نولس سوه اوه اتيا راپه دې خوا واکمن دي تر فشار لاندې دي چې واک پرېږدي
صالح تېره ورځ خبريالانو ته وويل، که له ده غواړي چې استعفا وکړي نو يوازې به هغه وخت واک پرېږدي چې په انتخاباتو کې يې وبايلي.
ده دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې په زرګونو اعتراض کوونکي يو وار بيا د صنعا پوهنتون مخته راټول شول او د صالح د استعفا غوښتونکي شول.
په جنوبي عدن ښار کې امنيتي ځواکونو يو تن معترض و ويشت او څلور نور ژوبل کړل، د پنجشنبې له ورځې راپه دې خوا د يمن په مظاهرو کې د وژل شوېو کسانو شمېر دولس تنو ته رسېدلي.
همداراز په مراکش کې هم دنوموړي هيواد دولسمشرپروړاندې لاريونونه ترسره شوي.
لاريونکونکي دمراکش په ولسمشرغوښتنه کوي ترڅو ژرترژره دواک څخه لاس په سرشي،خو دياد هيوادولسمشرشاه محمد دلاريونکونکو دغه غوښتنه په کلکه ردکړى او ويلي دي چې دواک پرېښولوته تيارنه دى او په هېڅ صورت به واک پرې نږدي.
وروسته له هغې چې دټونس او مصر ولسمشران په دغه هيوادونوکې دځاى مېشتو دسختو لاريونونو له امله واک پرېښولوته اړه شول نودمصراو تونس څخه په الهام اخېستنې په نوروعربي هيوادونوکې هم ددولت پروړاند لاريونونه پيل شوي چې لاريونکونکي دخپلو هيوادونو دولسمشرانو دګوښه کېدو غوښتنه کوي.
ديادونې وړده چې په دې وروستيوکې په يمن،ليبيا، مصر،بحرين،ټونس او ايران کې دخلکو لخوا د دولت په وړاندي لاريونونه ترسره شوي چې په ترڅ کې ګڼ شميرملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .