کور / تازه خبرونه / ننګرهار: دانش خپرندويه ټولنې د کتابونو مرسته وکړه

ننګرهار: دانش خپرندويه ټولنې د کتابونو مرسته وکړه

 

ددانش خپرندويه ټولنې له لورې دننګرهار داطلاعاتو او کولتور رياست سره دبېلابېلو کتابونو مرسته وشوه .
ددانش خپرندويه ټولنې مشر اسدالله دانش وويل دننګرهار داطلاعاتو او کولتور رياست سره يې ديوسلو شپېته ټوکه بېلابېلو علمي ، تاريخي ، ادبي اونورو کتابونو مرسته وکړه .
نوموړي وويل په دغه کتابونو کې دافغانستان ديوشمېر فرهنګيانو په ژوند او دافغانستان په تاريخ دليکل شوو کتابونو ترڅنګ شعري ټولګې نور شامل دي ، چې دهېواد والو دعلمي کچې دلوړاوي په موخه اطلاحاتو او کولتور رياست ته ورکړل شول .
اسدالله دانش همدارنګه دطلاعاتو کولتور رياست سره ديوشمېر نورو کتابونو او د هېواد داتلانو د انځورونو دمرستې ژمنه هم وکړه .
داطلاعاتو او کولتور رئيس اورنګ صميم ددانش خپرندويه ټولنې دمشر له دغه قيمتي مرستې مننه وکړه او دده دغه نيک احساس يې وستايه .
ده وويل دمطالعې دفرهنګ ژوندي ساتلو په موخه يې په يوشمېر ولسواليو کې هم کتابتونونه جوړ کړي او په پاتې ولسواليو کې يې دجوړونې هڅې روانې دي .
داطلاعاتو کولتور رئيس په ټولو فرهنګيانو غږ وکړ ، چې دکتابونو او فرهنګ مينه والو سره دې دکتابونو په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي اوپه ټولو هېوادوالو يې غږ وکړ ، چې دکتابونو او مجلو اونورو چاپي خپرونو په ساتنه کې پوره مرسته وکړي .
په ختيځ زون کې دپژواک خبري اژانس خبريال عبدالمعيد هاشمي وويل دانش خپرندويه ټولنې دهېواد له فرهنګ او په ځانګړې توګه دپښتو ژبې او ادب سره دخاصې مينې له مخې درې زره بېلابېل کتابونه په پښتو او دري ژبوچاپ او خپاره کړي دي .او له همدې امله يې دسرو زرو مډال هم ترلاسه کړى دى .
ددانش خپرندويه ټولنې له لورې اطلاعاتو کولتور رياست سره دکتابونو ددغه مرستې پرمهال دننګرهار دنشه يي توکو سره دمبارزې رئيس عبيدالله دينارخېل وويل دټولنې کميت او کيفيت ساتل دفرهنګيانو په لاس کى دى او له فرهنګيانو يې هيله وکړه ، چې په کتابونو ، مجلو کې دنشه يي توکو دضررونو اونورو برخو په اړه مقالې او تبصرې وليکي چې له مخې خلک له دغه ناوړو توکو څخه خبر شي .