کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د بوټو د ساتنې په باب ورکشاپ پرانيستل شو

ننګرهار: د بوټو د ساتنې په باب ورکشاپ پرانيستل شو

دهېواد داوه ولاياتو دکرنې مالداۍ او اوبولګولو متخصصينو او استادانو ته دننګرهار دکرنې او مالدارۍ رياست په تحقيقاتي فارم کې دبوټو دساتنې په اړه لس ورځينى ورکشاپ پرانستل شو .
دغه ورکشاپ ، چې دهېواد دکرنې او مالدارۍ وزارت له لورې پيل شو ، په کې دختيز زون څلور ولاياتو ننګرهار ، کونړ ، لغمان اونورستان سربېره دکاپيسا ، پنجشېر او پروان ولايتونو دکرنې او مالدارۍ او اوبو لګولو متحصصين او استادان په کې برخه لري .
دورکشاپ په پيل کې دکرنې وزارت استازي انجينر عبدالغفور وويل ددغه ورکشاپ نه يې موخه په هېواد کې دبوټو دکرلو او ساتنې لارې چارې لټول دي او بايد دکرنې او مالدارۍ مامورين بايد له خپلو خلکو سره په ګډې همکارۍ په دغه برخه کې په صادقانه ډول کار وکړي .
دننګرهار دکرنې او مالدارۍ رئيس انجينر محمد حسين ساپي وويل هېواد مو داوبو پراخې زېرمې لري ، بايده ده ، چې په پوره ډول ګټه پورته کړو .
ده وويل زمونږ خلک اوس دبې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بايده ده چې دکرنې له لارې خودکفا شي .
ده دورکشاپ په ټولو ګډونوالو غږ وکړ ، چې خلک دبوټو کرلو ته وهڅوي او ساتنه يې هم ترسره کړي .
دننګرهار کرنې رياست بوټو دساتنې عمومي نباتاتو عمومي امر انجير ضياء الحق دا ورکشاپ ګټور وباله ، چې په وينا يې له مخې به يې دهېواد داوه ولاياتو ترمنځ په دبوټو دساتنې په برخه کې تجربې سره شريکې کړي .