کور / تازه خبرونه / د مشال ريډيو ويب سايټ پر ليکه شو

د مشال ريډيو ويب سايټ پر ليکه شو

مشال ريډيو له پراګ څخه د پولې د دواړو غاړو لپاره هره ورځ په پښتو ژبه نهه ساعته خپرونې کوي چې د برې پښتونخوا په وخت د سهر له اته نيمو بجو څخه د ماښام تر پنځه نيمو او د کوزې پښتونخوا په وخت د سهر له نهو د ماښام تر شپږو بحو دوام کوي.

د مشال ويب سايټ په بشپړه توګه پر ليکه شو. پته يې ده.

www.mashaalradio.com

ويب سايټ ته په تګ سره کولی شئ د مشال ريډيو ژوندئ او خوندي شوي خپرونې واورئ. همداراز د سيمې او نړۍ په اړه تازه حالات د خبرونو، تبصرو، رپورټونو او مرکو په بڼه لوستلی او اوريدلی شئ، ويډيو ګانې کتلی شئ او له تصويرونو خوند اخيستلی شئ.

تاسي کولی شئ د مشال له ويب سايټ څخه د ريډيو د نورو خپرونو ترڅنګ زموږ اونيز، کلتوري، ادبي، اقتصادي، تفريحي او علمي پروګرامونه نه يوازې هملته په پاڼه کې واورئ بلکې ښکته کولی يا ډاونلوډ کولی يې هم شئ.

که د مشال ريډيو د ويب سايټ په اړه کومه نيوکه، نظر يا وړانديز لرئ. موږ سره په دغه ايميل پته اړيکې ټينګې کړئ.

mashaalradio@rferl.org