درې امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 23rd, 2011


پنتاګون خبر ورکړ چی یو امریکایی مرین پوځي د فبرورۍ پر نولسمه په هلمند ولایت کی د طالبانو د حملې ښکار سوی و ، دوهم پوځی د فبرورۍ پر شلمه په کندهار کی ماین الوزولی و ، او درېیم پوځی د فبرورۍ پر یوویشتمه ( یعنی وړمه ورځ ) په کندهار کی د غیر جنګی فعالیتونو له امله مړ سوی دی خو واضح یې نکړه چی هغه څنګه غیر پوځی فعالیتونه وو .
په دې سره په روانه میاشت کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۱ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024