کور / تازه خبرونه / نسيمه نيازۍ: نه مي څوک وژلى، نه مي د چا پر سر مېخل ټکوهلى

نسيمه نيازۍ: نه مي څوک وژلى، نه مي د چا پر سر مېخل ټکوهلى

په ولسي جرګه کي د رياست پر سر ناندرۍ نن هم پاى ته ونه رسېدلې.
د ځانګړي کميسون تر څو ورځني کار وروسته درې وړانديزونه وسول، چي د جرګې غړيو پر يوه هم موافقه ونکړه.
لومړى وړانديز دا وو چي د ولسي جرګې په داخلي کړنلاره کي بدلون راسي، دريم دا چي د اساسي قانون د څار کمېټې نظر واخيستل سي او دريم دا چي د ازبکو له قوم څخه يو وکيل د جرګې د مشر په توګه وټاکل سي.
د استاد سياف له خوا د ځانګړي کميسون پر مشر استاد محمد محقق باندي نيوکه وسوه، چي د کميسون په پريکړو کي يې تېروبېر کړى او هغه مسايل چي هلته بحث پر وسو، د جرګې تر غړيو پوري يې سم نه دي رسولي.
تر دې وروسته د هلمند د استازي نسيمې نيازۍ او محقق تر منځ هم لفظي شخړه وسوه، چي آغلي نيازۍ د ځان په دفاع کي وويل چي ټول ژوند يې د ښووني او روزني په برخه کي د يوې معلمي په توګه د هيواد د بچيانو په روزلو کي تېر سوى، نه يې څوک وژلي دي او نه يې هم د چا په سر کي مېخونه ټکوهلي دي.
د آغلي نيازۍ تر دې نيوکي وروسته د محقق پلويان له ولسي جرګې څخه د احتجاج په توګه ووتل.
بايد وويل سي چي د آغلي نيازۍ اشاره د استاد رباني د حکومت پر مهال په کابل کي هغو کورنيو جګړو ته اشاره وه، چي د محقق په مشرۍ د وحدت ګوند وسله والو به د خپلو خپلو مخالفينو او په ځانګړې توګه د پښتنو په سرونو کي مېخونه ټکوهل.