کور / سپورټي / د کرکيټ نړيوال کپ: پاکستان کينيا ماته کړه

د کرکيټ نړيوال کپ: پاکستان کينيا ماته کړه

د نړيوال کپ په سياليو کې نن پاکستان پخپله لومړۍ لوبه کې کينيا ته ماته ورکړه، پچه پاکستان وګټله او لومړى يې توپ وهنه غوره کړه.
دغه لوبه چې د سريلانکا په همبنتوتا کې وه، د نړيوال کپ شپږمه سيالي وه، د لوبې په پيل کې د پاکستان پرانيستونکو لوبغاړو محمد حفيظ او ځوان شهزاد يوازې لس منډې جوړې کړې او وسوځېدل چې پاکستان يې وارخطا کړ.
د کامران اکمل او يونس خان په راتګ سره په پاکستانۍ خوا کې ساه ننوته او کينيا يې تر فشار لاندې راوسته، پاکستاني لوبغاړي ډېر ښه ولوبېدل او پنځوسو اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره کينيا ته ۳۱۸ هدف وټاکه.
خو کله چې د توپ وهنې وار کينيا ته ورسېدى، هغو ډېره هڅه وکړه چې ټاکلى هدف ترلاسه کړه خو د پاکستان پخو او باتجربه بالرانو ته ټينګ نه شول او په ۳۳.۱ اوورنو کې يې يوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.
دا د کينيا دوېمه لوبه وه، لومړۍ هغه يې هم له نيوزلينډ څخه په شرموونکې توګه بايللې وه.
پاکستاني کپتان شاهد اپريدي پنځه لوبغاړي وسوځول، او عمر اکمل د ۷۱ منډو په جوړولو سره د لوبي د سر سړى شو.
د پاکستان راتلونکې لوبه به د کوربه هېواد سريلانکا سره وي، چې له خطرناکه لوبډلو څخه ده.