کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل (شپاړسمه برخه)

دتوحیداحکام اومسائل (شپاړسمه برخه)

لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني (رحمه الله)
ژباړه : مؤمن مهاجر(muhajir222@yahoo.com)
(۵) ابراهيم عليه السلام :-
(وَإِبْرَاهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ 16 إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لاَ يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ) (العنکبوت : ۱۶ ، ۱۷ )
ژباړه : او ابراهيم چي کله يې خپل قوم ته وويل : د الله عبادت وکړئ او له هغه ووېرېږئ دا ستاسو لپاره غوره ده که پوهېږئ ، تاسو له الله پرته د بتانو عبادت کوئ او له ځانه دروغ جوړوئ واورئ ! له الله پرته چي تاسودڅه شي عبادت کوئ هغه ستاسو د رزق مالکان نه دي تاسو ته په کار ده چي له الله څخه درزق غوښتنه وکړئ ، د هغه عبادت وکړئ او هغه ته شکر وباسئ ، هماغه ته تاسو ورستنېږئ .
(۶) يوسف عليه السلام :-
(مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ) (يوسف : ۴۰ )
ژباړه : (دزندان ملګرو ته په دعوت ورکولو يوسف عليه السلام وويل ) له الله پرته چي تاسو د څه عبادت کوئ هغه صرف نومونه دي چي تاسو او پلرونو مو پرې ايښي الله هيڅ دليل پرې نه دی نازل کړی ، واکمني يوازي د الله ده هغه امر کړی چي ټول له ده پرته د هيچا عبادت مه کوئ همدا برابر دين دی خو ډېری خلک نه پوهېږي .
(۷) عيسی عليه السلام :-
( وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ ) (المائده : ۷۲ )
ژباړه : اومسيح وويل : اې بني اسرائيلو! د هغه الله عبادت وکړئ چي زما او ستاسو رب دی .
(۸) محمد صلی الله عليه وسلم :-
(قُلْ إِنَّمَا أَنَا مُنذِرٌ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ 65 رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ )
(ص : ۶۵ ، ۶۶ )
ژباړه : ورته ووايه ! زه صرف وېروونکی يم له واحد او غالب الله پرته هيڅ دعبادت لائق نه شته چي د اسمانو ، ځمکې او د هغو تر منځ چي هر څه دي د هغو رب دی ، هغه غالب او ډېر بخښونکی دی .
هرنبي دتوحيددعقيدې دعوت کړی دی :
الهي ويناده :
( مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُواْ عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللّهِ وَلَـكِن كُونُواْ رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ ) (آل عمران : ۷۹ )
ژباړه : هيڅ داسي انسان ته چي الله جل جلاله کتاب ، حکمت او نبوت ورکړی وي نه ده په کار چي دی بيا خلکو ته ووايي چي له الله پرته زما بندګان شئ بلکي هغه به وايي چي ټول الله پالونکي شئ له دې کبله چي د کوم کتاب تاسو ته تعليم درکول کېږي او کوم تاسو لولئ د هغه همدا تقاضا ده .
دتوحيدپرعقيده دالله (جل جلاله) شاهدي :
الهي ويناده :
(شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) ( آل عمران : ۱۸)
ژباړه : الله جل جلاله ، ملائکې او علماء پر دې شاهدان دي چي له الله پرته هيڅ پر حق معبود نه شته هغه د  عدل قائموونکی دی له دې غالب او د حکمت له څښتن پرته هيڅ د عبادت لائق نه شته .
د توحيد عقيده د سوکالۍ او امن سبب ده :
الهي ويناده :
(الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ ) (الأنعام : ۸۲ )
ژباړه : څوک چي ايمان لري او له خپل ايمان سره يې ظلم (شرک) نه وي ګډ کړی د همدوئ لپاره امن دی او همدوئ پر سمه لار دي .
په قرآن کريم کښي ځای پر ځای د توحيد د عقيدې بيان دی :
(۱) (وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ) ( البقره : ۱۶۳ )
ژباړه : ستاسو ټولو معبود يو دی له هغه پرته هيڅ پر حق معبود نه شته دی ډېر رحم کوونکی او پوره مهربان دی .
(۲) (اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ )  ( البقره : ۲۵۵ )
ژباړه : الله پر حق معبود دی چي له ده پرته هيڅ معبود نه شته ، دی ژوندی او د هرڅه قائموونکی دی .
(۳) (هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاء لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) ( آل عمران : ۶ )
ژباړه : هغه د مور په نس کښي تاسو ته داسي صورتونه درکوي چي خوښه يې وي له ده پرته هيڅ معبود نه شته دی ډېر غالب او د پوره حکمت خاوند دی .
(۴) (اللّهُ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لاَ رَيْبَ فِيهِ ) ( النساء : ۸۷ )
ژباړه : له الله پرته هيڅ پر حق معبود نه شته دی به هرومرو تاسي د قيامت هغې ورځې ته ورغونډ کړي چي هيڅ شک پکښي نه شته .
(۵) (اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ ) ( الأنعام : ۱۰۶ )
ژباړه : د هغه څه پيروي وکړه چي تاته د خپل رب له لوري وحې کېږي له الله پرته هيڅ د عبادت لائق نه شته .
په قرآن کريم کښي دوه ځله دلااله الاالله يعني له الله پرته هيڅ پر حق معبود نه شته ذکر شوي ، يوويشت ځله ( لااله الاهو) يعني له ده پرته هيڅ پر حق معبود نه شته ذکرشوي ، اته ځله (الله لااله الاهو) يعني له الله پرته هیڅ پر حق معبود نه شته مګردی دی ذکرشوي اونهه ځله (مالکم من اله غيره ) يعني ستاسي لپاره له الله پرته بل معبود نه شته ذکرشوي . همدارنګه شپاړلس ځله د(اعبدوا الله ) معناصرف دالله عبادت وکړئ په الفاظو امرشوی دی .