کور / تازه خبرونه / پښتون ولس د يو بل په وژلو او کورونو ته اور اچولو لاس پوري کړ

پښتون ولس د يو بل په وژلو او کورونو ته اور اچولو لاس پوري کړ

 په خيبر ايجنسۍ کښې د دوه ډلو تر منځ د ډزو په پايله کښې10 وګړى مړه او درې تنه ټپيان شوى دى ، وسله والو وګړو څو کورونو ته اور اچولى ، د رارسيدلى راپور له مخې د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصيل د شيخان کلى په سيمه کښې د دوو وسله بندو ډلو تر منځ د ډزو په تبادله کښې 10تنه مړه او درې تنه ټپيان شوى دى ، يو باوري خبر ځاى وايي چې وسله والو وګړو وروسته بيا په شيخان کلى کښې د مخالفى ډلې کورونه او دکانونه وسوځول ، د دواړو وسله بندو ډلو تر منځ شيبه په شيبه د ډزو لړۍ روانه ده.