په خوست کې د ناټو دوه سرتیري وژل شوي دي.

رحيم ګل څاروان | مارچ 4th, 2008


دناټو په مشرۍ دایتلافي ځواکونو دوه سرتیري هغه مهال ووژل شول کله چې په دوی باندې په یوه کور کې چاودنه وشوه، پدی چاودنه کې دوه د ناټو سرتیري وژل شوي او پنځلس نور یې ټپیان شوي دي، دا ډول په همدې پیښه کې دملي پولیسو یو سرتیری او څلور عام وګړي هم ټپيان شوي دي، دا چاودنه دخوست ولایت دسبریو په ولسوالۍ کې ترسره شوی، دناټو ځواکونو له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوه ډله په دې کار کوي چې د چاودنې له امله زیانمن په ګوته کړي، په دغه خبرپاڼه کې د ناټو دوژل شویو سرتیرو پیژندنه نده شوې.

Copyright Larawbar 2007-2024