په خوست کې ځانمرګي دپولیسو یو مشر وواژه.

رحيم ګل څاروان | مارچ 4th, 2008


نن سهار دخوست ولایت دتڼیو په ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید دپولیسو یو مشر وواژه او شپږ نور یې ټپیان کړل، دخوست ولایت امنیه قومندان محمد ایوب رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي هغه مهال ځان والوزاوه کله چې ددغې ولسوالې دپولیسو مشر دولسوالۍ ودانۍ ته ننوت.
جنرال محمد ایوب ویلي چې دغه ځانمرګي بریدکوونکي په یوه موټر کې چاودیدونکي مواد خوندي کړي وو او غوښته یې چې ځان دولسوالې ودانۍ ته ننه باسي ولې دیوه پولیس له لوري ورته د ودریدو وویل شول خو هغه باک را نه وړو او ځان یې دروازې ته ورساوه او پیښه یې را منځته کړه.

Copyright Larawbar 2007-2024