کور / تازه خبرونه / دڅلورو ولایتونو دقاضیانو د روزلو سیمینار پیل شو.

دڅلورو ولایتونو دقاضیانو د روزلو سیمینار پیل شو.

نن په کابل کې دڅلورو ولایتونو دقاضیانو د روزلو او په محاکمو کې دنوي اداري سیستم دپلي کولو لپاره USAID په مرسته درې ورځنی سیمینار پیل شو، دغه څلور ولایتونه وردک، لوګر، کاپیسا او پنجشیر دي چې دمحکمو قاضیانو ته پکې د اداری نوی سیستم ور ښودل کیږي.
ددې سیمینار په پرانستې غونډه کې دستری محکمې دقضایه قوی عمومي مشر عبدالمالک کاموي خبری وکړې وې ویل چې په پخواني اداري سیستم کې یو لړ ستونزی وې چې سترې محکمې پتېېلې چې دا ستونزې لرې کړي او پرځای یې یو نوی سیستم را منځته کړي.
دغه نوی اداري سیستم لا له وړاندې په پروان کې په ازمایښتي بڼه پیل شوی او بیا په کابل کې غزیدلی.
په افغانستان کې ډیری خلک له عدلي او قضايي سیستم نه په تنګ راغلي دوی وایي چې بډې او په محکمو کې د دوسیو ځنډ یې ستونزې خورا کړي، خو دسترې محکمې چارواکي وایي چې دوی ېې په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي او کارونه یې پرمخ ځغلي.