کور / کیسه / يواځې

يواځې

 

چې څنګه مو د سورلۍ موټر له سرخکانو  را تېر شو ،  نو يو ټاير يې پنچر شو ، زه له دوه نورو کسانو سره په دوهم سيټ کې ناست  وم .

 درې واړه ښکته شوو ، موټروان ټاير بدلوه ، چې څلور خړ رنګه موټرونه چې پر سريې ماشيندارې نصب وې بل څراغونه را ورسېدل .  

 د هرې ماشيندارې ترشاه يو _ يو سورمخې ولاړ و او داسې يې لاسونه خوځول تا به وې دوى د ځمکې پرمخ بل څوک نه غواړي .

موږ سره ناست يو مساپر د يادو شويو موټرو په ليدو خپل هواس بايلود ، ساه يې ژر_  ژر ويستله او بيا د موټر شاته ،  ترهغه پټ ناست و  ترڅو د بهرنيانو موټر ښه پناه شوي نه وو .

 

پوځي موټرو پسې د سورليو د موټرو لوى کاروان جوړ شوو ، خو هيچا کې له هغوى څخه د مخکې کېدو جرئت نه و او هغوى هم په خپله زړه  داسې روان وو ،  لکه دلته  چې په ميله راغلي وي  .

 ماهيپر ته نږدې د زرداد  پخواني مرکز څنګ ته زموږ موټر پوځي موټرو ته نږدې شو ، ماسره پرڅوکۍ ناست سړى يو دم نيغ شو په موټروان يې  غږ کړ : مه ځه .. بريک ونيسه ، هله!

 

ناست کسان دده ورخطايي هک پک کړل ،  ټولو ورکتلې ، د هغه د مخ پوټکى تور شو ، ستونى يې  وچ شو او خوله يې وازه پاتې شوه .

ترې ومو پوښتل ، اخر ولې ؟ دومره وېره ؟

 هغه ته لکه چې څه ورياد شوي وي ، سر يې اخوا دېخوا په حرکت راغى او ټول خوځېده .

يو دم يې چيغه کړه : همدغو زه يواځې کړم ، زما په ….  غږ يې ټپ شو ، بيا يې سر پورته کړ :

وروڼو ! تاسو ته به ډېر ډارن ښکاره شوى يم ، خو تاسو خبر نه يي ،  زما ويره زما په اختيار کې نه ده .

 هغه خبره پسې وغځوله :

 دوه کاله وړاندې له خپلو دوه زامنو سره له تورخمه راروان وم ، په لاره کې په همدغه شان موټرو کې ناستو کسانو باندې چاودنه وشوه او دوى د ټوپک خولې موږ ته را سيخې کړې .

 په شاوخوا ولاړو موټرو کې ناست کسان يې په وينو ولړل ، زموږ  موټر ته هم مرمۍ را ننوتې چيغې شوې ،  د موټر په دهليز کې وينې روانې شوې يو له بله خبر نه وو .

 چې څنګه مې پام شو دواړو زامنو مې سرونه ځوړند نيولي وو ، د موټرپه دهليز کې ددوى د بدن وينې هم روانې وې ، ډېرې نارې مې پرې وکړې خو هغوى سرونه  پورته نه کړل .

دې کاپرو  په دې بوډاتوب کې يواځې کړم ، زه اوس هيڅ  نښه نه لرم .

استازه !

دوى ته مه نږدې کېږه ،  دوى  مو نښه ورکوي  ، دوى ….

 

                                                                                              ، د کب ١٣ مه

                                                            Numandost75@yahoo.com