کور / z_buitenland_news -- 5 / په لاهور کې دوو ځانمرګو پنځه تنه وژلي.

په لاهور کې دوو ځانمرګو پنځه تنه وژلي.

دپاکستان د پنجاب ایالت دلاهور په ښار کې نن د دوو ځانمرګو بریدونو په لړ کې پنځه تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي، دا چاودنې دلاهور دبحري کالج دموټرو په تم ځای کې شوي، د رپورټونو له مخې لا تراوسه سمه نده څرګنده چې دا پیښه څه ډول را منځته شوې ده، ددغه بحري کالج ویاند اکبر نقي رسنیو ته ویلي چې پدی پیښه کې دبحري کالج یو موظف وژل شوی، خو دلاهور دپولیسو یوه مشر ملک اقبال دا منلې چې په پیښه کې پنځه تنه وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپیان دي.د يادونې وړ ده چې دا پنځم ځل دى چې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې پر بحري ځواکونو ځانمرگى بريد کيږي .
همداشان د روانې اوونۍ په اوږدو کې د سرحد ايالت په سوات او دره ادم خېلو کې ددووځانمرگو بريدونو په پايله کې شاوخوا ١٠٠ کسان ١٥٠ نور ټپيان شول .