کور / تازه خبرونه / اکبربای يو ځل بيا ددوستم د محاکمې په اړه پښې ودربولې

اکبربای يو ځل بيا ددوستم د محاکمې په اړه پښې ودربولې

 


دافغانستان دترکتبارانوشورا مشر يوځل بيا په دولت غږ وکړ چې هرڅومره ژر چې وي دولت بايد دوستم محاکمې ميزته راکش کړي .


 


 اکبر باي دولت ته داهم وويل چې هيڅ کله به ددوستم سره دسولې له لارې دغه لانجه حل نه کړي .


جنرال عبدالرشيد دوستم له خپلو وسلوالو پلويانو سره نږدې يوه مياشت وړاندې د کابل ښار د اکبر باى په کور بريد وکړ او هغه يې د څو ساعتونو  لپاره برمته کړ .


 اکبر باي نن په کابل کې په  يوه خبري ناسته کې وويل چې زه به هيڅ کله دوستم ونه بښم اودوستم نشه يي سړي دي اوزما دکورپرته يي دډيرو خلکو پر کورونوبريدونه کړي اوحتا پر ښځويي جنسي تيري هم کړي دي


اکبر باي وويل چې له ده سره دځان غم نشته هغه ويل چې که دوستم محاکمه نه شي نو کيداي شي دډيرو خلکو په کورونو بريدونه وکړي اودغه شان جنايتونه ترسره کړي .


 


 اکبر باي داهم ويل چې ډير قومي مشران ددوستم لخوا ده ته ورغلي  او ده نه يي غوښتي چې دغه لانجه دسولې اوخبرو اترو له لاري حل کړي .


خونه وويل : ((  زه به هيڅ کله له خپل عزم څخه تير نه شم اوعزم مي همدادي چې دوستم دې محاکمې ته راکش کړل شي  .))


 


  اکبر باي داهم وويل چې دوستم کرزي ته هم خلک استولي اوله هغه نه يي غوښتي چې دده سره سوله وکړي .


 


دوستم   له  شاوخا ٧٠ تنو  وسلوالو کسانو سره د سلواغې په ١٣ مه ، د شپې پرمهل په   دکابل په وزيراکبر خان کې داکبر باى پر کور بريد وکړ او له وهلو ډبولو وروسته يې هغه خپل کورته انتقال او برمته يې کړچې د پوليسو په مرسته راخوشې شو .


 


سعيد الرحمن کابل