په نوی زیلاند کی د ژغورني عملیات لا هم روان دي

مختار احمد احسان | فبروري 23rd, 2011


د نوې زیلاند کریس چورچ ښار کې د شوې زلزلې له خاورو خزلو څخه لا هم د ګیر پاتي شویو مړو او ژوندو د را ایستلو لړۍ روانه ده .


سرکاري ټلویزیون نن خبر ورکړ چې له ۲۴ ساعتونو وروسته د ژغورني ډلي یوه میرمن موندلي دي.


د دغه ښار ډیري برخې وړمه شپه یوې سختي زلزلې ړنګي کړې.


حکومت  امر کړی چی د ماښام له شپږ نیمو بجو وروسته به په زلزله ځپلي سیمه کې هر غیر مسول ګرزیدونکی کس ونیسي.


دغلته ویره شته چی ښایي ځیني لوټماران هڅه وکړي چې له کورنو او ړنګو سویو موزیمونو څخه قیمتي اثار غلا کړي.


په ورته وخت کی ویره موجوده ده چی د زلزې نور ټکانونه به په سیمه کې هغو کسانو ته مرګ ژوبله واړوي کوم چې په سیمه کې ګرزي را ګرزي.


ویل کیږي چې ۳۵۰ زره کسان په دغه سیمه کې بي کوره سوي دي.


په دغه زلزله کې د وژل شویو کسانو شمیره اوس شاوخوا ۷۰ تنه او د ټپیانو هم تر دوو سوو  تنو اوښتي ده . 

Copyright Larawbar 2007-2024