کور / علمي / په پلرني ټاټوبي پسي خواشیني {نوسټالجیا}

په پلرني ټاټوبي پسي خواشیني {نوسټالجیا}

قدرمنو لوستونکو!
دغه لیکنه مي په ځانګړې توګه د ۲۰۱۰ز کال د جولای په ۱۷ – مه نېټه په هالنډ کي د “پردیسي او د هویت ستونزه” نومي سیمینار لپاره لیکلې، چي دنوموړي سیمینار په ترڅ کي ګډونوالو ته واورول سوه .
د لیکلو نېټه : ۲۰۱۰ ز کال د جولای ۱۵مه – هالنډ

هویت :
هویت ته په پښتو “پېژندنه” او په نړیواله انګلیسي ژبه “Identity” ویل کیږي . دا مغلقه کلیمه په هرانسان پوري اړه لري . د هرکس په هویت کي تغیر راتلائ سي او دتل لپاره تقریباً عیني شی پاتېدائ سي . علاه وه پردې د یوه نامعلوم کس هویت موږ او تاسو د هغه کس دځینو حالاتو څخه خبروي .  هویت څو قسمونه لري ، د بېلګي په توګه :
– شخصي هویت     
–  ارثي هویت
– ټولنیز هویت     
–  کلتوري هویت
– ملي هویت


د خپل هویت معلومول :
هر یو ځانته یو بېل تفصیلي هویت لري . د ټولو افغانانو هویت یو شاني دئ، خو دا به غلطه نه وي، که ووایو چي د ټولو افغانانو  شخصي هویت یو دبله توپیر لري . که یوازي د ملي هویت په اړه ږغیږو، نو د ټولو افغانانو هویت یوقسم دئ، د ټولو جرمنیانو هویت یو قسم دئ او همداسي د نورو هیوادونو هغې، خو که د یوه کس د هویت ټول قسمونه په تفصیلي توګه څیړو، نو بیا د افغانانو په ماحول کښي خپله د افغانانو هویتونه یو دبله توپیر سره لري ، د بیلګي په توګه دوه ملګري یادولائ سو، چي په هویت کې یې توپیر لیدل کیږي.
که وغواړو چي خپل بشپړ هویت په بشپړ ډول د کاغذ پر مخ ولیکو، نو باید لانديني ټکي په پام کي ونیسو او پوښتنو ته یې ځوابونه ووایو :


– خپله ژبه او کلتور :  ستاسو اصلي کلتور کوم دئ ؟ مورنۍ ژبه مو څه ده او په ورځني ژوند کي په کومه ژبه زیاتي خبري کوئ ؟
– د ژوند شخصي تګلاره : تاسو پخپل ژوند کي کوم ارمانونه لرئ ؟د ژوند کوم ارمانونه او هدفونه مو تر ټولو مهم دي ؟ په ورځني ژوند کي د څه شي څخه زیات متأثر کېږئ او په څه زیاتره وخت لګیا یاست ؟ 
–  واکمني : پر کومو شیانو واکمن یاست؟ کوم امکانات لرئ او ددې امکاناتو رول مو په راکړه – ورکړه کي څومره مهم دئ ؟
– محرومیت : د کومو امکاناتو څخه بې برخي یاست او ددې امکاناتو رول مو په ورځني ژوند کي څومره مهم دئ؟
– په هیواد کي نور بېلابېل کلتورونه : ستاسو په ماحول کي کوم نور کلتورونه سته، چي ستاسو د هغې سره توپير ولري ؟ بېله خپل کلتوره کوم نور کلتورونه خوښوئ  او د کومو نورو کلتورو د خلګو سره اړیکي لرئ ؟


پورتني پنځه یاد سوي ټکي چي د خپل هویت په معلومولو کي زموږ او ستاسو سره مرسته کوي، کولائ سو په یوه الجبري فارمول ولیکو . دا فارمول په لاندي ډول دئ :
I      =  خپله ژبه او کلتور
II    =  د ژوند شخصي تګلاره
III   = واکمني
IV    = محرومیت
V      = په هیواد کي نور بېلابېل کلتورونه


خپل هویت = V + IV + III + II + I

د فارمول تشرېح :
یوه دایره په پام کي ونیسئ . دایره ۳۶۰ درجې لري او فرض کئ چي واړه درجې مساوي کیږي په ۱۰۰ ٪ ، یعنــــــي : ° ۳۶۰ =٪ ۱۰۰ يــــاسل سلنه = ۳۶۰ درجې
د هویت د معلومولو په پنځو برخو کي هره برخه په ٪ ۲۰  سره مساوي کیږي چي مجموعاً پنځه برخي د سل فیصده سره مساوي دي : ۲۰٪ X ۵ = ۱۰۰٪
دا په دې معنی چي په هره برخه کي ټاپترینه نمره يا فیصدي شل ده (= ۲۰ ٪) . نور باید خپلو جوابونو ته په دقت سره وګورو او نمرې يا فیصدي یې معلومه کړو .که مو چیري د یوې برخي ټول جوابونه په بشپړ ډول صحیح وي او نیمګړتیاوي ونه لري، نــــــــــــــــــــو بیــــــــــــــاهغي برخي ته ٪ ۲۰  يا شل نمرې ورکولائ سو .



په هویت کي تغیر :
د یوه انسان هویت هغه وخت تغیر مومي، کله چي په ذکر سویو پنځو ټکو کي بدلون راسي، د بېلګي په توګه; کله چي مذهبي تګلاره بل شاني سي، یعني یو کافر مسلمان سي یا برعکس .
همداراز د بېلګي په توګه پردیسي هم یادولائ سو .
افغانستان ډېر خوار دئ، تیرو لسیزو جګړو اود افغانستان سره د نړۍ اوسني دوستانه کومک، چي په اصل کي هر افغان ته د زهرو ورکول دي، دا هیواد نور هم  خوار و زار کړ . په هیوادکي مو د کمو امکاناتو په ګډون ځیني نوري ستونزي هیوادوال  پردیسۍ ته اړ باسي . که  څه هم مشران مو  په تکراري توګه وايي چي خپلي خاوري ته راستانه سئ، خدای مو راوله او خدای مو راوله، خو سته ستونزي لا پر ځای وي او خلګ زړه نه ښه کوي .

ډېر څه سته چي افغانستان ته زیان رسوي ، خو پردیسي بیا د افغانانو لپاره په خپل نوبت سره يوه ډېره پټه مضره کلیمه ده، چي هویت ته مو زیــــــــــــــــان رسوي . کله چي یو افغان مسافـــــــــــــــر سي او بیا د ځینو ستونزو له امله هيڅکله خپلي خاوري ته ستون نه سي، نــــــــــــــو یې د پردېسی سمندر ډوبوي . نوموړی به بېله شکه په خپلي خاوري پسي خواشینی وي او له بده مرغه به د نوسټالجیا په مرض ککړ کیږي .که ځیر سو، نو جوته به سي چي د دغه افغان په تفصیلي هویت کي لږ څه بدلون راغلئ دئ .

دنوموړي اولاده بدبختانه په غیر مستقیم ډول د پردي په غېږ کي رالوی کیږي .هغه  په پردي چاپیریال کي د پردیو سره راکړه – ورکړه لري، د بېګانه په ژبه ږغیږي او دژوند اساسي ټکی، ښوونځی، د بل په ژبه وايي . بیـــــــــا نــــــــــــــــــو ډېر کم چانس سته چي دا په پردي هیواد کي رالوئ سوئ افغان د تل لپاره خپل اصلي هیواد ته ستون سي او د پلار اصلیت د ځان هغې وګڼي . دا چي دا ماشوم په بل هیواد کي رالوئ سوئ دئ، نو یې حتمي په ملي، شخصي او ټولنیز هویت کي بدلون راغلئ دئ . ددې ماشوم هویت دده د پلار د هغې په پرتله ډېر بدلون خوړلئ او همدا لړۍ داسي روانه ده، ورځ تر بلي یې په هویت کي بدلون زیاتیږي او خپل افغان مــــــــــــــــو راڅخه پردۍ کيږي .

پردیسي او تاریخچه یې :
یوناني شاعر او سندرغاړي “حومېروس” چي د میلاد څخه یې ۸۰۰ کاله مخکي ژوند کاوه،د ایتاما د پادشاه “اوډيسيوس” په اړه کیسې کولې; وايي اوډیسیوس شاوخوا لس کاله د خپلي خاوري په ارمان کي شپې او ورځي سبا کولې او د پردیسۍ غمونو فشار پر راوستلئ وو. د کالیپسو په نامه یوې پیــــغــــلي د اوډیسیوس سره ژمنه وکړه چي که ورسره پاته سي، نو به يې ترمنځ بې پایه ملګريتوب او خوښي وي، خو اوډیسیوس د خپلي خاوري ارمانونو دومره لیونی کړئ و، چي شپې او ورځي یې خپلي جزیرې ته نژدې په یوه ساحل کي تېرولې، څو سمندر ورته پخپلو څپو کي د هغه د کلي و کور انځور جوړ کړي . په پای کي اوډيسیوس د شخصي ودي اود ژوند د سفر یو سمبول وګرځېد.


د”میسنه” او “آيروپه” د پخواني پادشاه “آګممنون” لــــــــــــــور “آپجينیا” هم هغه وخت په پردېسه نړۍ کي راښکېله سوه، کله چي د ربة النوع “آرتمیس” له خوا و وحشیانه “تاوریس” ته وتښتــــــــول سوه .


په جلا وطنۍ کي یو بل پردېس رومی شاعر “اوفيډيوس” دئ، چي د امپراطور “اګوسټوس” له خوا فراره سوئ و. نوموړي و خپلي خاوري ته د تګ او تلوسې په اړه یو پراخ راپور لیکلئ دئ .


د ذکر سوو جلا وطنه خلګو په زمانو کي که څه هم خلګ په پلرني ټاټوبي پسي خواشیني وه، خو دغه موضوع ته خاصه توجه نه وه سوې . د خپلي خاوري ارمانېدو او په پردېسۍ کي په کلي و کور پسي د ژړلو لپاره یوه ځانګړې کلیمه په غرب کي په لومړي ځل د ۱۶ – مي  پېړۍ په نیمايي کي د سویسزلېنډ په ولسي ژبه کي راپیدا سوه . هلته د ۱۷ – مي پېړۍ په جریان کي د پردیسۍ پر ډګر د جلا وطنۍ اړوند حالات زیات سوه . هغه وو چي په کور پسي د خواشینی د مخنیوي لپاره ځیني لاري – چاري په نظر کي ونیول سوې، لکه :
– د پلرني هیواد څخه یو مټ خاوري د ځانه سره وړل، یو عادت وګرځېد، لکه د کوره د ځانه سره د ډوډی وړل;
– او د انګیا سرچپه اغوستل .


د ۱۷ – مي پېړۍ تر پایه پوري په رسمي ډول د روغتیا پر ډګر په کور پسي د خواشینی د له منځه وړلو لپاره هيڅ یاهم ډېر کم کـــــــــــــــــــــــــــــــــــار سوئ و .خو په ۱۶۸۸زېږدیز کال کي ځوان سویسزرلینډي ډاکټر جوهېننس هوفر په کور پسي د خواشینی په اړه یوه سیستیماتیکه څېړنه وکړه . هغه مهال په لاتین کي د “De nostalgia oder heimwehe” په نامه یوه طبي څېړنه وسوه، چي د ډاکټر جوهېننس هوفر هدف پکښي دا و، چي “په کور پسي خواشیني” رسماًناروغي وبولي. ډاکټر هوفر باید ددې مطلب د پوره کولو  لپاره ځیني رسمي شرطونه پر ځای کړي وائ. یو شرط یې دغه ناروغی ته د لاتیني نوم پیدا کول وه . هغه وو چي نوموړي دا ناروغي د نوسټالجیا په نامه سره ونومول .
د نوسټالجیا (nostalgia)کلیمه د دوو کلیمو نوسټوس (nostos) او الګوس (algos)څخه تشکیله سوې کلیمه ده . نوسټوس معنی “د زوکړي ځای ته بیرته تګ” او الګوس د”درد” معنی ورکوي .


ډاکټر هوفر د څیړنيزي شرحي  لپاره د دوو واقعي پيښو څخه استفاده وکړه . یوه پيښه د یوه ځوان محصل وه، چي دسویسزرلېنډ د بېرن د ښار و او د دغه هيواد د بازل په سیمه کي  یې د اوسېدو پرمهال خپل کلی و کور ارمان و . د دغه محصل پاته  ژوند د هغه د ارمان د نه پوره کېدو له امله د ستونزو څخه ډک و او صحت یې ورځ تر بلي خرابېدئ، خو کله چي د نوموړي تر غوږ سوه چي خپل کور ته یې استوي، نویې دردونه مخ پر کمېــــــــــــــــــدو سوه . خپل کور ته د سفر کولو پر مهال د نوموړي محصل صحت د اندېښنې وړ و، خو د وخت په تېرېدو سره د هغه خپل چاپیریال ددې سبب وګرځېد چي د محصل د جلاوطنۍ ارمانونه پوره او د نوسټالجیا ناروغي ځني ورکه کړي .

ورپسې تقریباً عیني کیسه د سویسزرلېنډ د بازل سیمي ته نږدې یوې بزګري انجلۍ ته پېښه سوه . د بزګري انجلۍ صحت هم د اندېښنې وړ و او روغتون ته ولاړه . نوموړې په روغتون کي زیات وخت تر درملني لاندي وه او صحت یې ورځ تر بلي خرابېدئ . دې به په دې حال کښي ژړل او ویل به یې چي کلی و کور یې یادیږي . کله چي نوموړې په اندېښمن حالت کي د مور و پلار په زیار کور ته ستنه سوه، نو یې صحت په لنډه موده کښي بیرته د تېــــــــــر په شاني سو .

د نوسټالجیا نښي نښانې او د حل لاري :
د ډاکټر هوفر په وینا په خپل پلرني ټاټوبي پسي خواشیني یا د نوسټالجیا ناروغي د مغزو سره تړاو لري او په مغزو کي رامنځته کیږي . دا ناروغي د مغزو په هغه برخه کي رامنځته کیږي، چیري چي ارواح د بې شمېره عصبي فیبر یا رښکیو له امله فعالیت کوي . دا کړنه بیا په خپل وار سره د عصبي سیسټم د صحیح کارکولو مسئولیت په غاړه لري .د نوسټالجیا د ناروغی په اړه دغه مفکوره په تیرو وختونو کي رامنځته سوه او پوهان ان  تر ۱۸ – مي  پېړۍ پوري  په دې عقیده وه .
د ډاکټر هوفر په وینا د نوسټالجیا ځیني نښي او نښانې په لاندي ‌ډول دي :
– د اظافه خبرو – اترو او د پرديو د عادتونو څخه ډډه کول .
– بې پایه خواشیني، چي و خپل هیواد ته تګ یې پکښي تر ټولو ستر ارمان وي .
– بې خوبي، کم خوړل، کمزوري، تبه .
– تشویش او په چټکۍ تنفس کول  .
– همدارازځینو نورو نړیوالو څېړنیزو مقالو دا هم په اثبات رسولې ده چي د نوسټالجیا د ناروغی له کبله انسان په ټولنیز ژوند کي د ځینو بې اختیاره غلطیو سره مخ کیږي او کړه – وړه یې د عادي انسان په پرتله فرق لري .


ډاکټر هوفر زیاتوي چي په پلرني ټاټوبي پسي په خواشیني کس کي ذکر سوي نښي – نښانې اکثره وخت لیدل کیږي او د وخت په تېرېدو سره یادي نښانې د اندېښنې وړ ګرځي . د نوسټالجیا د ناروغی د مخنیوی لپاره باید په دې ناروغی ککړ انسان د زیاتو خلګو سره اړیکي ولري، ساعت تېر کړي، څو پام یې په بله سي او د موقت وخت لپاره د پلرني ټاټوبي غمونه او ارمانونه ترې هېر سي .


په پلرني ټاټوبي کي طبيعي بیولوژیکي تغیرات :
که چیري د زیاتو وګړو سره راکړه – ورکړه او ساعت تېرۍ د نوسټالجیا د ناروغی په ورک کېدو کښي مرسته ونه کړي، نو بیا باید دغه کس ژر تر ژره تر خپل پلرني ټاټوبي ورسول سي، خو له بده مرغه خپل پلرني ټاټوبي ته تګ تــــــــــــــل ددې ناروغی د حل لاره نه ده، ځکه یو افغان چي لس کاله وروسته خپل پلرني ټاټوبي ته ستنیږي، نو د ځینو طبیعي عملیو سره مخ کیږي .دا پردېس افغان چي خپلي خاوري ته ولاړسي، نو بېله شکه دده په کلي و کور کي ځینو حالاتو بدلون خوړلئ دئ . هغه حالات او ساعت تېرۍ یې اوس په ماحول کښي نسته، کوم چي دنوموړي په ماشومتوب کي وو. دغه راز یې ترڅنګ د جلا وطنه افغان تفصیلي هویت تغیر کړئ دئ . دغه تغیرات او دده په پلرني ټاټوبي کي حالات یو دبله دتېر په څېر سمون نه سره خوري . دلته طبیعي بیولوژیکي تغیرات رامنځته سوي او د بیلو هیوادونو حالاتو پر دغه کسانو بېلابېل تاثیرات کړي دي .

د نوسټالجیا د ناروغی د مخنیوي د کړنلاري څخه تر ۱۸ – مي  پېړۍ استفاده کېده او په بېلابېلو طبي کتابونو او څېړنو کي يې ځای خپل کړئ و، خو هېره دي نه وي چي کله – کله به د ځینو نورو پوهانو له خوا د څېړنو وروسته نوري عصري د حل لاري هم وراظافه کېدې .