کور / سپورټي / په لنډو کې:د کرکيټ نړيوال کپ تر دې ګړيه

په لنډو کې:د کرکيټ نړيوال کپ تر دې ګړيه

د کرکيټ د پنځوسو اوورونو نړيوال کپ چې د فروري پر ۱۷ په بنګله دېش کې پرانيستل شو، تر دې ګړيه په کې شپږ لوبې شوي دي، دا لوبې د کومو هېوادونو تر منځ وې او چا وګټلې له لراو بره يې ولولئ!

لومړۍ لوبه: ۱۹ فروري
د نړيوال کپ لومړۍ لوبه د کوربنو هند او بنګله دېش تر منځ وه، چې هند په ۸۷ منډو وګټله. هند بنګله دېش ته ۳۷۰ هدف وټاکه خو بنګله دېش په پنځوسو اوورونو کې يوازې ۲۸۳ منډې جوړي کړاى شوې.

دويمه لوبه: ۲۰ فروري
د کرکيټ د نړيوال کپ دويمه لوبه نيوزلنډ له کينيا وګټله، کينيا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۶۹ منډې جوړي کړې چې نيوزلنډ په اته اوورونو کې ورپوره کړې.

درېيمه لوبه: ۲۰ فروري
د کرکيټ د نړيوال کپ درېيمه لوبه د کوربه هېواد سريلانکا او کاناډا تر منځ وه چې سريلانکا په ۲۱۰ منډو وګټله.
سريلانکا په پنځوسو اوورونو کې ۳۳۲ منډې هدف وټاکه خو کاناډا يوازې ۱۲۲ منډې جوړې کړې او په نژدې اوه دېرش اوورونو کې يې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

څلورمه لوبه: ۲۱ فروري
د نړيوال کپ څلورمه لوبه اسټراليا له زيمبابې په ۹۱ منډو وګټله، اسټراليا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۲ هدف وټاکه.
زيمبابې يوازې ۱۷۱ منډې جوړې کړي او لوبه يې بايلوله.

پنځمه لوبه: ۲۲ فروري
د نړيوال کپ دا لوبه تر ټولو په زړه پورې وه، دې کپ ته راغلي نوي هېواد هالنډ وکولاى شول چې انګلينډ ته په پنځوسو اوورونو کې ۲۹۲ هدف وټاکي، دا د يوې نوې راغلې لوبډلې له خوا د خطرناکه حريف پر وړاندې بيسارې لوبه وه.
خو انګلېنډ وکولاى شول چې په نژدې ۴۹ اوورونو کې ۲۹۶ لوبې جوړې کړي او لوبه وګټي، هالنډ د لوبې د بايللو سره سره د خلکو پام خپل کړ او وستايل شوه.

شپږمه لوبه: ۲۳ فروري
د کرکيټ د نړيوالو سياليو شپږمه لوبه د پاکستان او کينيا تر منځ وه چې پاکستان په ۲۰۵ منډو وګټله.
لوبه پاکستان پيل کړه او کينيا ته يې ۳۱۸ هدف وټاکه خو مخالفې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د نړيوالو سياليو ګډون کوونکي څوارلس هيوادونه پر دوو ګروپونو وېشل شوي دي، چې د هر ګروپ ډلې به لومړۍ پخپل منځ کې لوبې کوي او څلور بريالۍ ډلې به کوارټرفاينل ته راوزي، تر هغه وروسته به ګټونکې لوبډلې نيمه پايلوبې ته راوزې او پايلوبه به د اپريل پر دويمه د هند په ممبۍ کې ترسره شي.

الف ګروپ
په الف ګروپ کې لاندې هيوادونه دي:
اسټراليا
کاناډا
کينيا
نيوزلينډ
پاکستان
سريلانکا
زيمبابې

ب ګروپ
د بې ګروپ هيوادونه په لاندې ډول دي:
بنګلدېش
انګلينډ
هند
ايرلنډ
نيدرلنډ
جنوبي افريقا
ويسټ انډيز