بولدک: ځانمرګي ٢٤ تنه ټپيان کړل

34 | فبروري 24th, 2011


د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي يوه ځانمرګي ٢٤ تنه ټپيان کړل.
د سپين بولدک د سرحدي لېوا قومندان جنرال عبدالرازق وايي حمله نن پر ځايي وخت يوولس نيمي بجې سوې چي په ټپيانو کي ١٦ کسان ملکي وګړي دي.
جنرال رازق د فرانس پريس آژانس ته ويلي چي په دې پېښه کي دوه سرحدي پوليس او شپږ استخباراتي پوليس هم ټپيان دي.

 

Copyright Larawbar 2007-2024