نيوزلنډ: د مړيو شمېر ٩٨ ته ورسېد

34 | فبروري 24th, 2011


په نيوزلينډکې دتېرې ورځې دشپږاشاره درې درجې زلزلې دمړوشوکسانوشمېراته نوي تنو ته ورسېد.
درپوټونو له مخې په نوموړي هيواد کې درامنځ ته شوي زلزلي له امله ځاني زيانونو سربيره دري ميلونه امريکايي ډالره زيان هم اوښتى .
دنوموړي هيواد چارواکي وايي دزلزلي دپيښي له امله دمړو شمير له پنځه شپيته تنوڅخه اته نوي تنو ته لوړ شوى دى .
چارواکي زياتوي په داسې حال کې چې دژغورونکي ډلي لخوا په سيمه کې تر خارو لاندي خلک راويستل کيږي ښايي دمړو په شمير کې له دي هم زياتوالى راشي .
دچارواکو په وينا دمګړۍ هم شاوخوادرې سوه تنه تري تم دي اوددوي دموندلو په موخه پلټنو رواني دي .
دنيوزلينډهيواد په دوهم ستر ښارکرايس چرچ کې ديادې زلزلې له امله دمرګ ژوبلې سربيره ګڼ شمېر ودانۍ او موټرونه هم ويجاړې شوي دي.
ديادونې وړده چې نيوزلينډپه نولسوسوه اته شپېتم کال کې اوه اشاريه يوريختردرجې زلزلې سره مخ شوى ووچې په ترڅ کې په سلګونوتنوته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ويل کېږي چې په دغه هيوادکې هرکال څوارلس زره وړوکې زلزلې رامنځته کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024