کور / تازه خبرونه / شمالي کوريا: خلګ له لوږي واښه خوري

شمالي کوريا: خلګ له لوږي واښه خوري

په شمالي کوريا کې د خورواکي موادو کمبود يو شمېر کسان اړ ايستې دي چې واښه وخوري او په ماشومانو کې سخته خوار ځواکي پيدا شوې ده.
دا خبره هغو مرستندويه امريکايي موسېسو کړې ده چې په وروستيو کې يې له شمالي کوريا ليدنه کړې ده.
په يوه ګډ بيان کې غير دولتي موسېسو ويلي دي چې د شمالي کوريا حاصلات په يو شمېر سيمو کې پنځوس په سلو کې لږ شوې دي.
د شمالي کوريا چارواکي اټکل کوي، چې د جون تر نيمايي پورې به خوراکي مواد خورا لږ شي.
د رپوټونو له مخې د دغه هېواد حکومت له خلکو غوښتې دي چې د خوړو په برخه کې د بهرنيو پر مرستو فکر وکړي.
د امريکا حکومت په دوه زره نهم کال کې پر شمالي کوريا د خوراکي موادو مرستې وروسته تر دې بندې کړې، چې دغه هېواد د اتومي تاسيساتو څارونکي له خپلې خاورې وشړل.