راتلونکى کال ١٥٠٠٠ کلي د ملي پيوستون تر پوښښ لاندي راځي

34 | فبروري 24th, 2011


دکليو دپراختياوزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې قابو پنځلس زره کلې دملي پيوستون دپروګرام ترپوښښ لاندې راولي.
نوموړى وزارت وايي چې په راتلونکي کال کې به دخپلوپروژو دپلي کېدو لپاره درې سوه ميلونه ډالره ولګوي.
دکليو د پراختياوزارت وايي چې دغه وزارت په تېرو اووکلنوکې دهيوادقابو شپېته سلنه کلي دملي پيوستون دپروګرام ترپوښښ لاندې راوستي،او په راتلونکي کال کې هوډلري چې دهيوادپه يوشمېرولايتونوکې ډيرى پروژې پلى کړي.
دغه وزارت وايي چې دوي دکليو ټولې پروژې دپراختيايي شوراګانوپربنسټ پلي کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024