کور / تازه خبرونه / د امريکا سفير افغان هوايي ځواک وکاته

د امريکا سفير افغان هوايي ځواک وکاته

په کابل کې دامريکادمتحده ايالاتونوسفير له افغان هوايي ځواکونوسره وکتل. همداراز دناټوځواکونوروزنېزقومندان ويلي چې په افغانستان کې دافغان امنيتي ځواکونودروزنې پروګرام به ښه توګه روان دى.
په ورته وخت کې په کابل کې دامريکادهوايي ځواکونويوچارواکى وايي چې تراوسه يي شاوخواپنځوسوافغان محصلينوته په بېلابېلو برخوکې هوايي زده کړې ورکړي دي.
بلخواپه کابل کې دامريکاسفير دافغان هوايي ځواکونوهغه پروګرام چې دکابل په هوايي ډګرکې دمتحده ايالاتونولخواپرمخ وړل کېږي ګټوربولي.
دامريکادهوايي ځواکونودمسئولينو په ويناپه اوسني وخت کې پنځوس تنه دانګليسي ژبې او چورلکودپېلوټۍ په برخه کې دکابل په هوايي ډګرکې دامريکايي ځواکونو لخوا روزل شوي دي،چې يوشمېريي د لازياتې روزنې لپاره امريکاته تللي دي.
دامريکادهوايي ځواکونومسئولين وايي دافغانستان هوايي ځواک په اوسني وخت کې اووپنځوس الوتکي او چورلکې لري او دوي هڅه کوي دايومسلکي ځواک شي،او په راتلونکي کې دالوتکوشمېرهم يوسل شپږڅلوېښتوته زيات کړي چې ډول ډول پوځي چورلکې به په کې وي.
بلخوا دناټو ځواکونوروزنيزقومندان ويليم کاډويل وايي چې دافغان امنيتي ځواکونودروزنې پروګرام چې دناټوځواکونودپوځي روزونکولخوا ترسره کېږي په ښه توګه پرمخ ځي.
دنوموړي په وينا اوسني روزنېزبهيرته په کتوسره افغان امنيتي ځواکونه به د دوزره څوالسم کال ترپايه دخپل هيواد دامنيت دساتنې جوګه شي.