کور / تازه خبرونه / د افغانستان هوا هر راز الوتنو ته مناسبه ده

د افغانستان هوا هر راز الوتنو ته مناسبه ده

دټرانسپورټ او هوايي چلندوزارت دهرډول الوتکې دالوتنې لپاره دافغانستان هوامناسبه ګڼي.
ددغه وزارت چارواکې وايي چې په هيوادکې دهوايي چلندپه ټولوشرکتونوکې څارنه کېږي.
دټرانسپورټ او هوايي چلندوزارت وايي چې اوس مهال دافغانستان دهوايي چلنددکمپنيوله لوري له شپږ روسي ډوله الوتکو څخه کاراخېستل کېږي،او ددغه وزارت له لوري دټولو الوتکوخوندي کونکي توکي څېړل کېږي.
که څه هم چې افغانستان په پوځي او مسافرينوبرخه کې له روسيي الوتکو څخه کار اخلي خويوشمېرهيوادونو دروسيي داونتونوف او توفولوف ډوله الوتکو څخه ګټه اخېستنه دالوتنې دخوندي ساتلو توکودټېټوالي له امله بندي کړي دي.