کور / اسلامي / نبوی لارښونې ، مسواک وهل اوساینس(2)

نبوی لارښونې ، مسواک وهل اوساینس(2)

تېره برخه له دې ځايه ولولی


Research on Natural Tooth Brush
By: Dr. David
پرمسواک باندی دروغتياپال ډاکټرډېويډڅېړنه
ډاکټرډېویډپخپل کتاب (هلته چی ډاکټرنه وی، Where there is no Doctor ) کی لیکی:
تاسی مسواک استعمال کړی اوداتوصیه درته کوم چی دمسواک لپاره دااړینه ده چی ښه ئې له رېښوڅخه جوړکړی، اوداستعمال پرمهال ئې ښه وزبېښی ترڅوپه دې ترتیب سره مودغاښوبېخونه ښه پاک شی، خوله موصفاشی، دخولې خوندموښه شی، هضمیه موورسره درسته شی اوپه پایلی کی دخولې اودهرډول ناروغیوڅخه وژغورل اوپه امن کی سی۔
دامريکاپه شکاګوکی پرمسواک باندی څېړنه:
یومصری پروفیسرډاکټرسلیمان بن محمدعبدالله چی په مایکروبیولوجی کی ئې (پی ایچ ډ) کړېده پرمسواک باندی دڅېړنوپه پایلوکی داسی وایی:
مسواک وهل دامام الانبیاء حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم یوسنت دی، په دې کی ، فلورائيډ، کلوروفل اوسلفرپه ښه ډول سره پکښې شتون لری، چی په هرڅومره ښکلی اوارزښتناکه برس اودخولې په کریموکی نشته؛ مسواک چی بیادتازه ریښوڅخه جوړشی دابیانورعلی نوردی اودهرډول مصنوعی برس څخه غوره اوښه دی؛ په مسواک کی خپله درمل شته اووهیڅ ډول کریمواودرملوته اړتیانلری، مسواک هم برس دی اوهم درمل دی ، دمسواک طبعی خوندپه هیڅ ډول برس کی نشته موږپرهرډول مسواک باندی ډېرې څېړنی کړیدی۔
دمسواک په هکله تر70 زیات احادیث راغلی دی، اودخولې پرپاکوالې ئې ډېرټینګارکړیدی، چی مسواک وهل ئې یوه طبعی اقتصادی اواسانه طریقه ده، هرڅوک که غریب دی، که امیردی، که په غره کی اوسیږی، که پرښاراویاهم دښته اوصحراکی اوسیږی مسواک هم استعمالولای شی اوهم ئې په ډېره اسانۍ سره پیداکولای شی داځکه چی چیری چی انسانان وی هلته بوټی اوونې هم وی اوبل لورته د نړۍ 80 سلنه خلک ښه برس اوکریم ته لاس رسی نلری ؛ که روپۍ ولری نوبرس هلته نشته اوکه برس هلته وی بیاهلته روپۍ نشته اومسواک هرڅوک هرځای په ډېره اسانۍ سره ولاسته راوړلای شی۔
پرمسواک باندی دډاکټرکارش څرګندونې:
په 1856 میلادی کال کی ډاکټرکارش پرمسواک باندی دخپلوتجربوپه پایلوکی وویل:
په مسواک کی یوه ډېره ارزښتناکه ترخه ماده شته چی د (مارګوسائین) په نامه سره یادیږی اودغاښونودښې ودې اوښې ساتنې لپاره یوښه درمل دی۔


پرمسواک باندی دډاکټربرافشن څېړنه:
په 1873 میلادی کال کی ډاکټربرافشن پرمسواک باندی خپلې څېړنې پیل کړی اوپه پایلوکی ئې دروغتیالپاره ډېراغیزمن وګاڼه اوزیاته ئې کړه چی په مسواک کی یوه ترخه ماده شته چی پخپل ځان کی سریښ هم لری اودادغاښونولپاره ډېرګټوردی۔
دپاکستان نامتوساينس پوه پروفيسر ډاکټرسليم الزمان خان وايی:
په مسواک کی یوه ترخه ماده شته چی داماده دجراثیمودوژولولپاره غوره درمل دی، چی دخولې دخارښت، دچاودلواونوروډېروناروغیولپاره کیمیاده۔
پروفيسرکلارک پرمسواک باندی پخپلوڅېړنيزومقالوکی ليکی:
که څوک غواړی چی په خولی کی ئې کوم بدلون رانشی، دخولې غُدې ئې کارپرې نږدی، خوله ئې په ښه ډول سره خپله دنده وسرته ورسوی نومسواک دی استعمال کړی ، داځکه چی دادخولې مصنوعی جوړشوی کریم په غُدوکی انقلاب راولی، پرغُدواوددو ی پرفعالیت باندی ژورې اغیزې کوې اودخوند(ذایقې) عصبی مزی هم کمزوری کوی۔
Medical Science on Focus
Mouth Wash: Natural Drug, section.2, pg. 33,34



دمسواک کيمياوی مواد


دابوظهبۍ په یوه څېړنیز مرکز(Research Center) کی پرمسواک باندی داسی څیړنې شوې دی:
په مسواک کی په زیاته اندازه سره کلورائيډ شتون لری، چی داکیمیاوی مرکبات دغاښونواووریودښې ساتنې لپاره ډېرښه دی، اوددې څخه علاوه په مسواک کی ترای میتلامین، سلیکان، تېزاب، ویټامن سی، ټینون، سیپونن(دصابون اجزاء)، فلیونائيډ، ګلایکوسائیډز اواستیرائیډزهم شتون لری چی په مجموع کی داټول دغاښونولپاره کیمیا ده۔
په تېرووختونوکی به حاکمانواوطبیبانودمسواک پاڼې اوټوټې په اوبوکی ایشولې اودابه ددې ناروغیودرملنه په کول:
دنس درد، دسردرد، ښځینه ناروغی، دماریالړم دوهل کیدوپرمهال استعمالول، دنس دچنجیانولپاره، زخمونو، جذام، سوزک اونوروډېرولپاره ئې یواځنی درمل وو۔
په دې څېړنیز مرکزکی دافهرست هم خپورشو:
په مسواک کی پرپورتنیوموادوسربیر داموادهم شته:
کلورین، سودیم، کلسیوم، مګنیزیم، منګنیز، اوسپنه، جست، مس، کرومیم، ایلومنیم، کیډمیم، سرپ، نکل، سترونیم اوباریم۔



په مسواک کی 19 قسمه طبعی اوقدرتی مواد شته
ډاکټرمسعودوایی چی په مسواک کی 19 قسمه طبعی اوقدرتی موادشته دی، چی ټول دخولې دساتنې دغاښونودښه حفاظت اوهضم لپاره ډېرګټوردی، دې زیاتوی:
مسواک خوله ډېره پاکوی۔
تنفس خوشبویه اومعطرکوی۔
غاښونه ټینګوی۔
وري، ښه ساتی ترڅوغاښونه ونه لویږی۔
دخولې غُدې ډېرې فعاله ساتی۔
په مسواک کی (ټینګ اسید) او(سودیم کابونیټ) شته، اودټینګ اسیدداځانګړتیاده چی وری ټینګې ساتی، اوکه بالفرض ورۍ کمزورې شی نوبیاطبعی ده چی غاښونه لومړی ښوری اوبیالویږی ، اوټینګ اسیدغاښونه دلوېدوڅخه ساتی؛ اوداموادپه ډېروارزښتناکودخولې په بمبو(Tooth Paste) اوبرس (Moth Wash) کی نه لیدل کیږی، چی مسواک ددې موادوپه درلودولوسره وهیڅ ډول درمل ته اړتیانلری، نوځکه مسواک ترهرډول برس اوبمبې څخه غوره دی۔
پروفيسرډاکټرجيمزميکومبروايی:
په مسواک کی هغه ټولې ښې ګڼې شته چی په هيڅ برس اودخولې په درمل کی نشته، دمسواک يوه لويه ګټه داده چی داسی موادلری چی دخولې، غاښونواووريوهرډول جراثيم وژنی اوحال داچی داځانګړتياپه هيڅ ډول برس اوبمبې کی نشته۔
(سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم اورجدیدساینس، ج۔1، پاڼه، 234)
نوچی مسواک یولورته سُنت داسلام دسترلارښودحضرت محمدصلی الله علیه وسلم دی اوبل لورته دنوی ساینس په رڼاکی دومرې ګټې پکښې نغښتې دی نوهرمسلمان بایدله ځانه سره داهوډوکړی چی دمسواک استعمال دځان لپاره اړین وبولی؛ یوبه ثواب شی اوبل به روغتیااوساتنه شی؛ دسترلارښودصلی الله علیه وسلم هروینا اوعمل دهرانسان لپاره هم ددې دنیااوهم داخرت لپاره بې مثله ضابطه ده؛ دقرانکریم اونبوی احادیثوپه هرلارښونه کې هیڅ شک اوترددنشته، خودیوه سُنت دښه روښانه کولوپه موخه موږډېرکوښښ کووچی دپوهانو، پروفیسرانو، ډاکټرانواوساینس پوهانونظرونه، څېړنې، لیکنې اومقالې هم ورسره جوخت خپاره کړو۔
په اسلامی پاکه مینه
ستاسوورور