کور / سياسي / ټول عالم اسلام ته يو دروند پېغور!

ټول عالم اسلام ته يو دروند پېغور!

په دې وروستيو ورځو كې ښاغلى اسدالله مشفق صيب يو برېښناليك را استولى و. مشفق صيب په رښتيا هم مشفق دى او تل ډېر په زړه پورې برېښناليكونه، له خپلو دوستانو سره شريكوي.
د برېښناليك سرليك دى: پوهـه د انسان په ژوند كې تر ټولو مهم شى.
داسې ښكاري چې كومه محاسبه چې په دې برېښناليك كې شوې، هغه د افغان بيسيم مخابراتى شركت د تداركاتو مشر ښاغلى محمد طاهر رسولي كړې او رسولي صيب دا موږد د جنوبي افريقا د البركه بانك د مشر (ډايركټر جنرال) ښاغلى حافظ اې، ب، محمد له كومې وينا څخه را اخستې ده.
خداى(ج) دې ټولو ته خير وركړي. حافظ محمد ته د داسې عالمانه وينا له پاره، محمد طاهر رسولى ته د دې له پاره چې له هغه (احتمالاً) اوږدې وينا څخه يې داسې گټور موږد را اخستي او اسد الله مشفق صيب ته چې دا گټور موږد يې له موږ سره شريك كړل.
برېښناليك وايي چې ارقام په خپله په چيغو خبرې كوي او موږ ته ښايي چې غوږونه ورته ونيسو او ځانونه پرې پوه كړو. د برېښناليك په قول په نړۍ كې يو نيم مليارد مسلمانان (يو مليارد په اسيا او منځنۍ ختيځ كې، 400 مليونه په افريقا كې، 44 مليونه په اروپا او 6 مليونه په امريكا كي) او 14 مليونه يهودان (7 مليونه په امريكا، 5 مليونه په اسيا، 2 مليونه په اروپا او 100 زره په افريقا كې) اوسېږي. نور خلك هم شته چې په يو ډول به ياد شي.
په هغه وينا كې چې حافظ محمد په جنوبي افريقا كې كړې راغلي چې په نړۍ كې د هر هندو له پاره (1.2)، د هر بودايي له پاره (1.2) او د هر يهود له پاره (107) مسلمانان شته. په بله ژبه د نړۍ هر پنځم اوسېدونكي مسلمان دى، خو همدا يو نيم مليارد مسلمانان له هاغه 14 مليونه يهودانو څخه كمزورى دي. ولې؟ دا موضوع به د ارقامو په ژبه توضيح كړو چې د يهودانو د (زور) او د مسلمانانو د (كمزوري) په اصلي ستونزه ښه پوه شو:
* د اوسنۍ نړۍ تر ټولو ستر عالمان يهودان دي:
1_ البرت انشتين
2_ ريگموند فرويد
3_ كارل ماركس
4_ پاول سامولسن
5_ ملتون فردمن.
* د طب په برخه كې ډېر نوميالي مخترعين يهودان دي:
1_ بنيامن روبن د واكسيناسيون ستنې.
2_ يوناس سالك د گوزن (پوليو) واكسين.
3_ گرترود اليون،  Leukaemia Drug
4_ باروخ بلومبرگ، تور زيړي Hepatitis B
5_ پاول ارلينخ،  Syphilis Drug
6_ الي متچنكوف  Neuro Musclar
7_ اندريو شالي  Endocrinology
8_ هارون بك  Cognitive
9_ گريگوري پنكوس  Contraceptive pill
10_ جى. وال  Understanding of Human eye
11_ ستانلى كوهن  Embryology
12_ ويليام كولفكام  Embryology
* په تېرو 105 كلونو كې 14 مليونه يهودانو د نوبل 180 جايزې گټلې دي، خو 1.5 بليون مسلمانانو يوازې 3 !!؟
* لاندې يهودانو داسې شيان اختراع كړي چې تاريخ ته يې بدلون وركړى دى:
_ ستانلى نيزوز Microprocessing Chip
_ ليو سزلند Neclear Chain Reactor
_ پيتر شولتز نوري كېبل Optical Fiber Cable
_ چارلس ادلر Traffic Light
_ بينو ستراوس Stainless Steel
_ اسادور كيسې غز لرونكي سينما Sound Movies
_ ايمايل برلينر د ټلفون Microhpone
_ چارلزك  Video Tape Recorder
* د نړۍ ستره سوداگري د يهودو په لاس كې ده:
فليپ لاورين د Polo خاوند
_ ليوى ستراوس د Levi’s & Jeans خاوند
_ هوارد شولتز د Sarbuck’s خاوند
_ سرجي برين د Google خاوند
_ ميخاييل دل د Dell Computers خاوند
_ لاري ايلسون د Oracle  خاوند
_ دونا كارين د OKNY خاوند
_ ارو رابينز د Backin and Donots خاوند
* د نړۍ دا نوميالي سياستوال يهودان دي:
_هنري كسينجر د امريكا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو پخوانى وزير
_ ريچارد ليوين د Yale پوهنتون مشر
_ الن گرين سپان د US د فدرال زېرمې Fedreral Reserve مشر
_ مادلين البرايت د امريكې د بهرينو چارو وزيره
_كسپر واينبرگر د امريكې د دفاع وزير
_ماكسين لتوينوف د روسيې د بهرنيو چارو وزير
_ ديويد مارشال د سنگاپور لومړى وزير
_اساكس اساكس د استراليا گورنر جنرال
_ بنيامن ديزرايلي د انگلستان دولتي مشر
_ يفگني پريماكوف د روسيې لومړى وزير
_ بارى گولد واتر د امريكې سياست پوه
_ جورج سامپيو د پرتگال ولسمشر
_ هرب گري د كانادا د لومړي وزير مرستيال
_ پيري مندس د فرانسې لومړى وزير
_ميخائيل هووارد د انگلستان د كورنيو چارو وزير
_ برونو كرسكي د استراليا چانسلر
_ رابرت روبين د امريكې د خزانې وزير
* د نړۍ دا سترې رسنۍ د يهودانو دي:
_ولف بلتزر CNN
_ باربارا والترز ABC NEWS
_ امگني مېير واشگتن پوست
_ هنري گرونوالد د تايم مجله
_ كاترين گراهام واشگتن پوست
_ جوزف ليللد  نيويارك ټايمز
_ ماكسى فرانكل نيويارك ټايمز
* په مسلمانانو كې د پوهې د جوړولو او خورولو روحيه او ظرفيت ډېر ټيټ دى. دا ظرفيت له بده مرغه په افغانستان كې نور هم ټيټ او صفر ته نژدې دى. وگورئ په 57 اسلامي هېوادونو كې يوازې 500 پوهنتونونه شته(په دې كه به د باميانو، كندز، پكتيا، تخار، بغلان، جوزجان، كاپيسا، بدخشان او فراه پوهنتونونه حساب نه وي چې سويه يې د بكلوريا له دورې سره هم برابره نه ده!) په داسې حال كې چې:
_امريكا 5758 پوهنتونونه لري.
_هندوستان 8407 پوهنتونونه لري.
_ د اسلامي هېوادونو يو پوهنتون هم د نړۍ په 500 سترو، تاريخي او نامتو پوهنتونونو كې نه راځي.
_ % 90 عيسويان سواد لري.
_% 40 مسلمانان سواد لري.
_15 داسې هېوادونه چې ډېر خلك يې عيسويان دي % 100 سواد لري.
_ هېڅ داسې هېواد چې ډېر خلك يې مسلمانان دي % 100 سواد نه لري
_ د عيسوي هېوادونو 98% خلك لومړنى زده كړي لري.
_ د اسلامي هېوادونو 50% خلك لومړنۍ زده كړې لري.
40% عيسويان لوړې زده كړې (د پوهنتون سويه) لري.
_ %2 مسلمانان لوړې زده كړې (د پوهنتون سويه) لري.
_مسلمانان په 1000000 كې 230 ساينس پوهان لري.
_ امريكا په 1000000 كې 5000 ساينس پوهان لري.
عرب په 1000000 كې 50 تكنيشنيان لري.
_ امريكا په 1000000 كې 1000 تكنيشنيان لري.
_ اسلامي نړۍ د څېړنو په پرمختگ د خپل GDP (غير خالص كورني توليد) 1.2%لگوي.
_عيسويان د خپل 5%-GPD د څېړنو په پرمختگ لگوي.
* د اسلامي نړۍ د پوهې د توليد يا جوړولو ظرفيت ټيټ دي او دا يې ځينې نورې نښې دي:
_ په پاكستان كې د 1000 كسانو له پاره 23 روځپاڼې خپرېږي.
_ په سنگاپور كې د 1000 كسانو له پاره 460 روځپاڼې خپرېږي.
_ په مصر كې د يو مليون كسانو له پاره 17 كتابونه خپريږي.
_ په انگلستان كې د يو مليون كسانو له پاره 2000 كتابونه خپريږي.
_ د پاكستان په صادراتو كې د High Tech توليداتو ونډه 0.9%، په سعودي عربستان كې 0.2%، په كويټ او الجزاير كې 0.3%(او په افغانستان كې 0%) ده.
_ دا سلواله په سنگاپور كې %68 ده.
برېښناليك په پاى كې ليكي چې د خداى له پاره په خپله او بچيان مو زده كړه وكړئ. په دې مسله هېڅ ديالوگ ته اړتيا نشته. موږ مسلمانان د نړۍ غټ اكثريت جوړوو، د دې له پاره چې خپله ښه ونډه په ځاى كړو بايد خپله پوهه، خلاقيت او د زده كړې پرله پسې لېوالتيا پياوړې كړو. موږ بله لار نه لرو!
كه خبره له عالم اسلام څخه افغانستان ته راوگرځو، دلته وضع نوره هم بې خونده ده. تر اوسه زموږ د هېواد ډېر نارينه او ډېرې زياتې ښځې بېسواده دي او كه سواد هم لري، نو ډېر معلومات نه لري، يو رقم (پېتاوي) اسلام ته ژمن دي، د خپل هېواد د تاريخ او جغرافيې په هكله په څه نه پوهېږي، د هېواد د روانو حالاتو په جرړو او بنسټونو سم نه دي خبر او له همدې امله ژر_ ژر غولېږي او تر اوسه يې څو ځلې خپل هېواد په خپل لاس وران كړى دى.
په افغانستان كې لا ښوونځي، پوهنتونونه او څېړنيزې موسسې په داسې يوه سطحه كې دي چې د دنيا په پرتله ډېره ټيټه بلل كېږي او هېڅ داسې څه نه لرو چې په نړۍ كې پرې ووياړو، خو نا ميدې نه ده په كار. هر كار يو پيل غواړي، يو همت غواړي، پاك نيت غواړي او كلكه اراده غواړي، كه موږ دا نيت، اراده او همت سره يو ځاى كړو او د پرمختگ جنډه پورته كړو، هرومرو د برياليتوب پړاو ته رسو او يو وخت به د علومو، فنونو او هنرونو په ډگرونو كې داسې وتلې څېرې او كارنامې ولرو چې زموږ بچيان او لمسيان پرې ووياړي او د نړۍ د پرمختگ په ستر كاروان كې به مو خپل وړ ځاى موندلى وي.