کور / طنز / بوش بازار

بوش بازار

طنز


زموږ رئيس يونس خان چي نن دفتر ته راغى، نو نوى بلوز (کميس) يې اغوستى و، هرڅوک چي به يې وليد، نو خوله به يې ويړه سوه او ورته وبه يې ويل: ته ماته وګوره زه په دې بلوز کي څنګه ښکارم؟
ده به اکثره وخت ليلامي کالي اغوستل، کله چي به چا د ليلامي کاليو د ارزانۍ خبره وکړه، نو ده به ورته وويل: ګوره داسي فکر ونه کړې چي زه سخت مټکور يم او پر نويو کاليو مي پيسې نه زړه کېږي، اصلا خبره د ګرانۍ او ارزانۍ نه، بلکي د موډ او فېشن ده. تاسي خو پر کاليو ډېري پيسې ورکوئ، خو په موډ پسي يې نه ګرځئ. زموږ په وطن کي ستونزه دا ده چي موږ د موډ او فېشن نندارتون نه لرو او خياطان خو مو نوله نوي موډه ګردسره نه دي خبر، بس هماغه پخوانۍ بابولالي وايي.
يونس خان خپل نوى بلوز پر خېټه راکش کړ او پسي زياته يې کړه: دا بلوز نوى موډ سوى دى، تاسي يې وګورئ نوى کال پر ليکلى دى، يوازي درې مياشتي کېږي چي دغه موډ راوتلى دى، درې مياشتي بېخي لږ وخت دى. ياره زه خو وايم که دا ليلامي بازارونه نه واى، نو موږ به په پېړيو پېړيو هم له نوي موډه نه واى خبر سوي. په دې وخت کي يې بيا خپل بلوز ته وکتل او پر خېټه يې نرم لاس تېر کړ: دا مي پرون په بوش بازار کي رانيو، بوش دي ژوندى وي، که دى نه واى، نو اوس به يې په افغانستان کي نه بازار واى او نه داسي خوندور ليلامي شيان. پرون د نوي کال ډېر شيان بوش بازار ته راغلي ول، ډول ډول دريشۍ، کميسونه، بوټونه او داسي نور شيان. ما هم توکل ياد کړ او د دې مياشتي ټوله معاش مي پر ليلامي کاليو ورکړ، خو په ټولو کي مي دا بلوز ډېر خوښ سو.
بيا يې ماته مخ راواړاوه او ويې ويل: ياره پرون مي په بوش بازار کي ډېري ښې موزې وليدې، دومره اوږدې وې چي په پښو کړي دي واى، نو پتلون اغوستلو ته هيڅ اړتيا نه وه، يو متل دى وايي: تشه لاسه ته مي دښمن يې! که پيسې راسره پاته سوي واى، نو اوس به په هماغه موزو کي ستاسي مخ ته ولاړ واى. دلته فيشني سړی چندان ګوزاره نه سي کولای، زموږ خلک د نوي عصر له موډ او فېشن څخه ډېر ليري دي، خو څه وکړو کاشکي خارج ته مو نصيب سوى واى چي هلته مو تازه تازه موډونه ليدلي واى.
د يونس خان ناره خداى واورېده، څو ورځي وروسته يونس خان او زه د لسو ورځو لپاره په يو رسمي سفر اروپا ته ولاړو. کله چي هلته ورسېدو، نو بکسونه مو په مېلمستون کي پرېښوول او موږ راووتو چي لږ شا و خوا وګرځو. يو څو ګامه چي ولاړو، نو د شا له خوا يو چا راپسي نارې کړې، موږ چي ورته وکتل يوه سړي سپى په غېږ کي نيولى او زموږ خوا ته يې منډي راوهلې. د دې نارې په اورېدو نورو خلکو هم سپيان په غېږ کي نيولي، له کورو راووتل او پر موږ راټول سول. هر يوه به لومړى د خپل سپي پر سر په ډېر ناز لاس راتېر کړ او بيا به يې موږ ته راوړاندي کړ. زموږ لويه ستونزه دا وه چي د دوى په ژبه نه پوهېدو، وروسته مو لکه ګونګيان په اشارو خبري پيل کړې، خو بيا مو هم سر سره خلاص نه سو. خلکو زما سره چندان کار نه درلود، بس يوازي پر يونس خان راټول ول. هرڅومره چي مو له ځانه سره چورت وواهه، بيا هم پوه نه سوو چي خلک څه وايي؟
يونس خان داسي فکر وکړ چي ښايي دا خلک غواړي خپل سپي پر موږ خرڅ کړي، نو د دې لپاره چي ځان له دې جنجاله خلاص کړي، له يوه سړي څخه يې سپى واخيست او هغه ته يې يو سلګون نوټ ونيو. د سپي خاوند له درده تک سور واوښت، سپى يې د يونس خان له لاسه وکيښ او يونس خان يې په درد په اوږه وواهه. له دې سره سم خلکو تر خپل منځ څه ( ګړي مګړي ) سره وويلې او يو په بل پسي خپلو کورونو ته ولاړل.
کله چي ميدان خالي سو، نو موږ هم پښې سپکي کړې او د کاليو خرڅولو يوې مغازې ته ولاړو. په سودا اخيستلو مو لا شروع نه وه کړې چي د مغازې منېجر څنګ ته ناسته پيشو په غېږ کي ونيوله او يونس خان ته يې ورمخ ته کړه. پيشو هم ټوپ کړه او د يونس خان پر اوږه باندي کښېناسته. يونس خان ته درد ورغى او پيشو يې له اوږې څخه ليري کړه. له دې سره سم هغه سړي خپله پيشو راپورته کړه، په زړه پوري يې ټينګه ونيوله او بيا يې يونس خان ته په خپله ژبه يوڅه وويل، خو دا چي يونس خان د هغه په خبره پوه نه سو، نو سړي ته درد ورغى او يونس خان يې پر مخ يوه داسي کلکه څپېړه وواهه چي ترمخ يې اورونه ووتل. په دې وخت کي د مغازې ټول کارکوونکي او رانيوونکي راټول سول، موږ په خپله او دوى په خپله ژبه خبري کولې، موږ هيڅ نه پوهېدو چي دوى زموږ څخه څه غواړي؟ بس بله چاره مو ونه ليده او له مغازې راووتو. په دې وخت کي يونس خان وويل چي زه وږى سوى يم، راځه يوه رسټورانټ ته ولاړ سو او ډوډۍ وخورو. دواړه يوه رسټورانټ ته ولاړو او د ډوډۍ فرمايش مو ورکړ. نه پوهېږم چي ډوډۍ ډېره خوندوره وه او که موږ ډېر وږي سوي و، يونس خان خو داسي غټي غټي ګولې پورته کولې، هغه د چا خبره لکه د غله وار. په دې وخت کي يو سړى له بيزو سره زموږ مېز ته ودرېد، بيزووان لا خوله په خبرو نه وه پوري کړې چي بيزو مېز ته راوختله او د يونس خان مخ ته پروت برګر يې په خوله کړ. يونس خان له درده بيزو په څنګل ووهله او د مېز له سره يې شيوه کړه. بيزو ( کيغ کيغ ) جوړ کړ او يونس خان ته يې پر څټ منګولي ورولګولې. په رسټورانټ کي غالمغال جوړ سو، د رسټورانټ کارکوونکي او مېلمانه راټول سول، ټولو يونس خان ته د ملامتۍ ګوته نيوله، خو څرنګه چي موږ د هغوى په ژبه نه پوهېدو، نو په اصلي ستونزه هم پوه نه سوو. يونس خان چي نور نو د خلکو له سپيانو، پيشيانو او بيزوګيانو څخه په تنګ سوى و، يو سوړ اسوېلى وکيښ او ما ته يې وويل: ياره زما څخه خو يې د اروپا موډ او فېشن هېر کړ، زه نه پوهېږم چي دا خلک ولي ما نه پرېږدي؟ دا حيوانان په ما پوري څه اړه لري؟ ايا زه د حيواناتو ډاکټر يم؟
په دې وخت کي اټکلي يو افغان راپيدا سو، موږ د افغان په ليدو دومره خوشحاله سوو چي په کاليو کي نه ځايېدو، ان دا چي پر يونس خان هم خپل بلوز تنګ سو. افغان په خندا راغى زموږ تر څنګ کښېناست، تر ستړې مسي وروسته ده هم يونس خان ته لږ په حيرانتيا وکتل او ويې پوښتل: ښه تاسي کيسه وکړئ چي دلته څنګه راغلاست او څه کار کوئ؟
يونس خان چي ډېر يې زړه تنګ سوى و، د هغه خبره ونيوله او ويې ويل: دا کيسه به وروسته درته وکړو، ته اوس دا راته ووايه چي دې خلکو څه ويل؟ يوازي دا کيسه نه ده، موږ نن دوه ځله نور هم په دغسي بلا اوښتي يو. افغان په خندا د يونس خان خوا ته وکتل او ويې ويل: دا خلک هم نه دي ملامت، اصلي ستونزه ستا په بلوز کي ده، ځکه چي دا ډول کميسونه دلته د حيواناتو د يوه شرکت يونيفارم يا ځانګړي کالي دي، دا شرکت حيوانات هم خرڅوي او هم يې بيمه کوي، مانا دا چي د يوه حيوان ترخرڅ وروسته هم د نوموړي حيوان غم او درد په دوى پوري اړه لري، اوس چي خلکو ستا دغه ډول بلوز ته وکتل، نو داسي فکر يې وکړ چي تاسي د دې شرکت کارکوونکي ياست.