څلور بهرني پوځیان ووژل سول
ناټو لیکی چی نن طالبانو د جلا جلا حملو په ترڅ کی څلور بهرني پوځیان ووژل . لومړنی په لویدیځ کی ماین والوزاوه ( خو ایټالوي منابع وایی چی هغه ایټالوﺉ و او څلور نور زخمیان سول ) ، دوهم په ختیځ کی مخامخ وویشتل سو ، درېیم په ختیځ کی ماین والوزاوه او څلورم په ختیځ کی مخامخ وویشتل سو .
په دې سره د فبرورۍ په میاشت کی د خارجی قواوو تلفات ۳۳ ته ورسېدل .