کور / سياسي / دافغانستان د موجوده حکومت کړنو ته لنډه کتنه

دافغانستان د موجوده حکومت کړنو ته لنډه کتنه

که چیري موږ موجوده کابیني ته وګورو، نوډیري ستونزي لري ،لومړی داچه یوشمیر وزیرصاحبان مسلکي وړتیا نلري دمثال په توګه محمد اسمعیل خان داوبو اوبرښنا وزیرچه دلومړي سره په اردوکي ترتورنۍ تررتبي پوری کارکړی دی وروسته دجهاد قوماندان ؤ اودکرزي په دواړو کابینو کی داوبواوبرښنا وزیرټاکل سوی دی ،حال داچه دبرق په ولتاژاو مثبت اومنفي هم نه پوهیږي ،کاري نیمګړتیاوی یي  دادي چه په ډیروګزافو مصارفو يي برېښنا دهمسایه هیوادونو څخه راوارده کړي ده په داسي حال کي چه موږ په خپل هیواد کي ډیر داسي داوبو منابع لروچه دبرېښنا دتوربینونو دنصب امکانات يي زیات دي ،او یا ا داسي بندونه لرو چه په دانهوکالو کي نه دي فعال سوی چه دهغو څخه یو هم دکجکي بند دی چه دبرېښنار ټول ظرفیت یی ۱۲۰۰۰۰کیلوواټه برېښنا ده خو تراوسه په دا نهوکالو کي حکومت ونه توانید چه په کجکي کي دریم توربین نصب کړي اوهغه پخواني توربینونه په مړژوانده ډول کارول کیږي  ، په داسي حال کي چه ترولسمشره پوري څوځله وعدي وسوی چه کندهارته برښنا تهیه کوي.


ښاغلی اتمر د کورنيو چارو ،دپوهني  او  کليو پراختيا پروزارتو کارکړی دی ،نو ولي ؟ نوراشخاص نه وه اوکه ښاغلی اتمرددي ټولو مسلکونو متخصص ؤ که چیري دیوه وزیر کارپه یوه وزارت کي ښه نه وي نوبل وزارت ولي په خرابوو، اوکه ښاغلي اتمرپه دریو وزارتونو کي کامیاب ؤنوولي اوس بیکاره دی ؟


ښاغلی کرزی همدا دګوتو په شمیر وزیران لری چه سره دوري هیسته يي کوي ،نوي څېرې ډیري کمي دي ،څوورځي دمخه موواوریدل چه د اداري فساد د ادارې مشرعثماني لیري سوی اوپرځای یی عزیزالله لودین مقرر سوی دی چه تردغه دمخه دانتخاباتو دمستقل کمیسون ریس ؤ چه اوس معنوي پرهغه چوکۍ کارکوي او معنوی د ټاکنو پرمهال هغه څه  وکړه چه زړه یی غوښت او هیله مند یم چه کرزي په خپله لویه اشتباه باندی افسوس کړی وي . دحکومت بل دضعف ټکی دادی چه سرپرست وزیران ډیر او تقریبا یوکال نه زیات وخت پري تیرسو، سرپرست ترکومه وخته ؟


کرزی يوعادت لری چه هیڅ وخت خپل وزیران او لوړ رتبه مامورین نه خپه کوي په هرډول چه وي کارورته پیدا کوي ولو که په اداري فساد هم متهم وي نور که څه نه وي سلاکاروزیر او سفارتونه خو ډیر دي ،اوکه داهم نه کیدل نوبیا دهغوزامنو ته ښی ښی چوکۍ سته یایی مشرانو جرګي ،سره میاشت نورمستقل ریاستونه ورکوي اوکه داهم کارنه کاوه نوبیا په جمهوري ارګ کي دغیرمسول اوواجب الاحترام شخص په ډول دتنخوا خاوندکیږي .


دعامي روغتیا وزیره چه کاري تجربه نلري اومسلکي پوهه به لري مګرتراوسه هیڅ داسي لاس ته راوړنه نه لري چه دیادولو وړ وي ،خصوصا دجنوبي ولایاتو په هکله هیڅ توجه نه سته ،اکثره روغتیایی پروژي په شمال کي اجراکیږي چه یوه یی دجرمني د۲۰ملیونوایروپروژه ده.


وزیرداخله سفرونه ډیرکوي په راپورونو يي ملي تلویزیون ستړی سي خوامنیت ورځ په ورځ خرابیږي ،وزیرداخله په باطن کي زیاته پاملرنه دشمال خواته کوي .


دپوهني وزارت اودلوړوزده کړووزارتونه دجنوبي ولایاتو په اړه ډیرګرم اوملامت  دي ،په جنوبي ولایاتو کي ډیري ښوونځي تړلي دي  اودهغودبیا پرانستلوکارډیرورو دی اوکله چه د ځينو ښوونځيودبیا پرانستلو خبرنشریږي نوزیات اعتماد نه پري کیږي ،په ښوونځیوکي ددرسونو کیفیت ډير خراب دی ،دتړلو ښوونځیو په عوض دنورولارو اوچارو اومتناوبوستراتیژیوڅخه کارنه اخیستل کیږي .


دکندهارپوهنتون دنورو ستونزوپه څنګ کي داوبولویه ستونزه لري ،د استادانوقلت او  هغوی ته دامتیازاتو په وخت نه ورکول لویه ستونزه ده ، همدا اوس یوشمیر استادان بي معاشه دڅومیاشتو راهیسي کارکوي اوددوی دتقرر پروسه دلوړو چاروپه وزارت کي  ډیره ورو ده ،اوریدل کیږي چه یوشمیرمحصلین په ښارکي په کوټو کي ژوندکوي او دلیلیي امکانات لږدي ، دسپورت لپاره جمنازیوم اومیدانونه نلري ، دکندهاروا لي چه ددي پوهنتون لومړي ریس ‌ؤ ډیري هڅي باید وکړي .


امیرجان سنګین چه اوس هم دمخابراتو سرپرست وزیردی ،زما په نظر کامیابه وزیردی چه ډیري ښي لاس ته راوړني لري اوپرده باندي دفساد اورشوت تور هم نه دی لګیدلی ،دبده مرغه په مخکني  پارلمان کي يي داعتماد رایه هم نه یوړه اومتاسفانه دنجیب منلي وروستۍ لیکني دسنګین په هکله ډیر مایوسه کړم دمنلي څخه داسي توقع نه کیدله چه داسي لیکنه دي وکړي. دمخابراتووزیروروستۍ بین المللي جایزه دستایلووړده .


دښځودچارووزارت زما په شخصي نظر یوسمبولیک اواضافه وزارت دی ځکه چه دښځو په اړوند ټولي اړتیاوی دنورو وزارتو لخوا سرته رسیږي ،مثلا دښځودتعلیم مسله دپوهني وزارت اولوړو زده کړو وزارتونو لخوا مخ ته بیول کیږي ،دښځو دامنیت چاري دپولیسو لخوا تامینیږي ،کاري ظرفیتونه اومشغولیتونه دکاراو اجتماعي امورو وزارت مخ ته بیايي ،دښځو دروغتیا چاري دروغتیا دوزارت مسولیت دی ،دښځودحقوقو مدافع دبشردحقوقو کمیسیون دی . نو دښځو دچارووزارت کومي چاري مخ ته بیايي ؟


په پخوا کي دمیرمنودټولني یو مستقل اورګان ؤ چه اوس هم دوزارت پرځای دغه ډول یوکوچنۍ اورګان موثردی ،ددغسي غریب ملک لپاره دښځو دچارو وزارت او په څنګ کي ارشد وزیرته هیڅ اړتیا نه سته ،موږنه پوهیږو چه ارشد وزیر بیا څه کوي .


د بهرنيو چارو وزارت کي تراوسه درسته تصفیه نه ده سوي ،اوس هم دملک دلوی اکثریت چارواکي پکي لږدي


داطلاعاتو اوفرهنګ وزیر مخکي هم ددي وزارت وزیر ؤ خو په دواړودوروکي د شخصي تلویزنونو په مهارولو کي ناکامه راغۍ  ، بعضي شخصي تلویزینونه دخارجیانو ترحمايي لاندي خورا په جرأت کارکوي .وروستۍ ګوت څنډني داطلاعاتو او کلتوردوزارت لخوا  د نیمه لڅوفلمونو اونڅاګانو په هکله  دطلوع دتلویزیون سخت دریشخند نه ډک غبرګون وښود،خومتاسفانه دا اونورتلویزنونه په ډیرجرآت خپلوغیراخلاقي خپرونو ته دوام ورکوي.


دتجارت وزارت په دي ونه توانیدی چه دپاکستان سره دترانزیت مسًله حل کړي او همدارنګه دنفتي موادو ستونزه دایران سره حل نه سوه .دترانزیت کومه موافقه چه دپاکستان سره لاسلیک سوه اوس پاکستان بیا خاشې پکښي ماتوي اوهغه موافقي ته عملي رنګ نه ورکوي .


دکانوصنایعواوکرني وزارتونه دپام وړلاس ته راوړني نه لري خوکله کله  دوچومیوواو نورو تولیداتو لکه غالۍ اولاسي صنایعو نندارتونونه جوړوي چه بیايي هم ونکړای سوای چه زموږ دوطن تولیداتو ته مارکیټ او بازارپیداکړي ،افغاني غالۍ دپاکستان په نامه په بهرکي عرضه کیږي ،دمسودعینک کان دپرمختګ څخه ولس نه خبریږي اودنوروکانونو دپیداکولو او رابرسیره کولو کارډیر ورو دی ، دکرني وزارت داسي دیادوني وړ داوبولګولودکانالیزاسیون اوبندونو جوړولو اویا دمیکانیزه فارمونو پروژي نلري .


دښارجوړوني وزارت لاس ته راوړني نلري اواکثره دکابل دښاروالۍ سره چنګاو وي ،ددي وزارت کړني ترکابل دباندي نه راووتي ،مخکني وزیریوازي په دي وتوانید چه پخپله ۴کلووزارت کي  دپروان دښارماسترپلان جوړکړي ،په داسي حال کي چه دجنوبي ولایاتو ښارونه دجګړوله خرابیو له وجي ډیرزیانمن سوی دي .
دمالیي وزیر تکړه سړی دی خو په ګمرکاتوکي دشفافیت درامنځ ته  کیدوپروسه ډیره کمزوري ده ،په ګمرکا توکي واسطه لرونکي مامورین یادلویو چارواکودوستان کارکوي .


دولسمشرمرستیلانوته به راسو،دولسمشرلومړی مرستیال مارشال فهیم ته که نظروکونودده مارشالې ترسوال لاندي ده که مارشالي دومره اسانه وي نوترهري تیږي لاندي یومارشال سته . مارشال فهیم دشمال تلوالي ،شورای نظاراو داپوزیشن غړی پاته سوی دی. ددي لپاره چه شمال تلوا له اواپوزیشن خوشحاله وي اودکرزي صاحب ولسمشري ته کومه نارامي نه وي متوجه نوفهیم يي خپل لومړی مرستیال وټاکۍ اودکرزي په اصطلاح ملي وحدت به هم تامین وي ،دمارشال فهیم ددفترمشردده لوی سلاکاردی چه اعتبار نومیږي اومخکي داستاد رباني او کرزي په لومړۍ دوره کي دولسمشرددفتردچاروریس ؤ چه کرزي به ورته ویل اعتباربه اعتبار تو امضا میکنم ، حفيظ الله منصورچه دشمال دتلوالی یومتعصب غړی دی دکرزی ناخوانده امضا میکند ترعنوان لاندي یوکتاب لیکلی دی . مارشال فهیم دعاوي کوي چه کرزی په سفرولاړسي اومیدان ده ته پاته سي  .


دولسمشردوهم مرستیال کریم خلیلي دهزاره ګانو دخوښی لپاره تعین سویدي ،داشخص پرخپلو هزاره ګانو دومره ولاړدی چه دبهسودو دهزارواو کوچیانو دستونزي پرسریی دفترپریښود اوحتی ویل کیدل چه دنه خوړلواعتصاب يي کړی دی ،دادوه مرستیالان په خپلو دفترونو کي دخپلو خلکوسره ګوري اوپه جوپوجوپو دشمال خلګ اوهزاره ګان دخپلوستونزولپاره ورته راځي ، ښاغلی کرزي په اصطلاح دملي وحدت دتمثیل لپاره کوم پښتانه چه دده لیدلو ته راغلي وی هغه هم دغومرستیالانو ته دقربانۍ دپسونو په ډول وراستوي .

تبصره نسته

  1. بسم اله په دفاع وزارت کی دپښتنوفيصدې له دېرشو څخه درېو ته راټیټه کړه. اوس لګيا دی چې د کورنيو چاروپه وزارت کې هم دپښتنو شمېر را کم کړې. په کابل کې د ا کار تر سر ه که اوس بوخت دی چې په شما ل کې هم که کوم پښتون پا تی وې هغه هم په کومه پلمه ليري کړې. نو زه نه پوهيږم چې ښا غلې کرزې او د هغه يودرجن مشا ورین دې کار ته متوجې دي که نه؟که د لوبه هم داسی راونه وې دا به د افغا نیستان او په تېره بیا د پښتنولپارو ډیربداوقعاب ولرې.

  2. سلامونه، دا چې څوک څه کړي او څوک څه ؟ په دې ټول ملت خبرده او په وار وار ډنډورې غږولو ته اړتیا نشته. که ریښتیا ووایو له هیچا د ګیلې حق نه لرو ، ټول باید ګیله له ځان څخه پیل کړو. ټول د وطنپالني او طن غوښتني ټټر وهو خو چې کله بیا رانه وپوښتل شي چې مونږ خپله دې وطن ته څه ورکړي بیا مو نو سر ټیټ نیولی وي او حالاتاو شرایط ملامتوو. که چیرته کوم یو د دې ټټر وهني له شرمه افغانستان ته د کار لپاره ولاړ هم شو نو بیا تر هغه کورنیو غلو مونږ ډیر پیاوړي غله یو هغه ځکه چې هغوی خو غلا ته د افغانیو ، کلدارو او تومانو حساب کوﺉ او غربي ښاغلي خو یې په ایرو یا هم ډالرو حسابوي چې دې کار آن دکور په دننه غلو باندې هم تبه لګولي ده. تر ټولو آسانه کار خبري کوول او په خبرو کې تر ټولو آسانه خبرې نیوکه کوول دﺉ. دا منو چې بسم الله خاین ده ، کرزی ناکاره ولسمشر ده، طالبان ښه خلک ندي، پخواني مجاهدین غله دي ، خلقیان او پرچمیان د دین په خلاف افکار لرو سره وطن تباه کړ خو آیا له ځان څخه مو پوښتلي چې زه څنګه یم او تر کومه مې د یو ه یتم اوښکه پاکه کړې او یوې کونډې ته مې ټیکری ورپه سرکړی؟؟؟؟؟؟؟ آیا دا به ښه نه وي چې د دې ګیلو په ځای لاس په کار شو او دا پوښتنه همیشه له ځان څخه وکړو چې " مونږ دې خاورې ته څه ورکړﺉ؟؟؟". د غربي ژوند آسانتیاوې هرچاته خوند ورکوي خو راځۍ چې لږ یې په بې وزلو او یتیمانو هم ولورو. زما ګیله له هغه چا نده چې په غرب کې د کار او مزدورۍ لپاره پروت ده ، بلکې زما ګیله له هغه د قلم له خاوندانو څخه ده چې د کار وړتیا او توان هم لري خو بیا هم یواځې په ویناوو ځان او خلک ختاباسي او غواړي چې لکه نابلده قاریان خپل یس پوخ کړي. زه هیله کووم چې څوک زما په خبره نه وي خپه شوي خو زما پیغام دومره ده چې نور بس ده د ګیلو او ناندریو وخت نده ، راځۍ چې لاس په کار شو او دیتمانو اوښکې پاکي کړو او له بې وزلو سره خپله توده ډوډۍ وویشو. سوکاله مو غواړم

  3. هی هی هی الله ج ښه پوهیږی، خپله خو چه دا غوبل ته ګورم والله که می په هیڅ سر خلا صیږی بس الله دی پر موږ افغانانو و رحمیږی بسسسسس بسسس بسسس د خدای ج لپاره نور نو دا و طن مه خرابوی بسس بسسس بسس

  4. کاشکی پرکرزی باندی دکندهار نوم نوای ایښول سوی باید شمالی یا جاغوری یا بامیانی وای زکه چی د ده دلاسه ټوله پښتانه درپدره دی کم وزیران چی پښتانه دی صرف نوم یه پښتون دی ټوله غلامان دی دشمال که چیری پښتانه وای نو ولی په د پښتانه په کورکی وربل وای دلته راسه چی هری اداری ته ورسی فاړسی فاړسی یو مکتوب په پښتوباندی سته دترافیق څخه بیاتر ګمرک په کونړکی خلګ شهیدان کیږی ماشمان شهیدان کیږی ولی یه څوک پښتنه نکوی زکه چی پښتانه دی سرفرس نلری نوتاسی ولی که وزیران دی که والیان دی او نور ټوله زنکه بازان دی ده دی څخه به موږڅه ګیله وکو ټولو خپل خیټی ډکوی دملک په کیسه کی ندی الله پاک دی مود دغو مشرانوڅخه خلاس کی آمین چی داټوله ختم سی بیابه مالوم سی

  5. زه دیوافغان په هیس باندی دټولو پښتنو وړونوڅخه هیله لرم هغه که په داخیل کوی یاپه خارج کوی چی یو دونیاداره اویا جکپوړی چارواکی وی چی وفات سی نوپه ټلویژن کی یاپه انټرنیټ کی دخواشنی پیغامونه رازی لیکن چی غریبان اوکوچنیان اوښځی اوځوانان په زرو زورو بیګنا انسنان شهیدان کیږی ولی تاسی یو پغام نه لیږی ولی چی هغه پښتون دی که چیری په شمال کی داسی وژنی وای یا بمباری وای وس به د پارلمان څخه ټوله وکیلان وتلی وای او که په بامیان کی وزیران وکیلان به ټوله وتلی وای افسوز چی پښتانه مشر نلری مشران یه په خپله ختم کړل لکه شهیدسردار داودخان او شهیدډاکټرنجیب الله اونور داسی غیرت مند افغانان وای نو به ولی نن ورځ پښتانه داسی در پدره څیری ګیروان وای تاسی راسی جنوب ته ولاکه د روسانوپه وخت کی داسی تباهی سوی وی لکه وس داولی دا د دغه پښتنومشرانوچی یاوزیران دی یا وکیلان دی یاوالیان دی دی صرف په غیریبانوپلهوانان دی ورسه سرایونه دغریب نړول کیږی دوکانونه دغریب ولی دزور واکانو چی څړکان او لاری بندی کړی دی څوک ږغ نسی ورته کوه لای ده دواړو لخوا څخه موږ پښتانه کوربانیان یو د هری خوا څخه یو طرف پنجابی او بل طرف ته شمالی یاهزاره ګان دی دی ته خو معلومه ده چی داغمو وخت دی وس چی څونه کیږی کوبی زکه پښتون صاب خو دکابل په غټ غټ بلډینګانونست دی دی یه ټوله په دغه خشاله کړی دی یو متل دی چی وایه موړ د لوږی په حال څه خبر دی وربی وړی اخیرت بیابه کاشکی کاشکی لر دا دیوڅو ورځو تماشی دی خدای پاک دی تاسی په سمه لار روانکی چی دادرپدره افغانان سره یو کی

  6. محترم اندړ صاحب ستاسو د نصیحتونواووصیحتونویوه نړي مڼنه. خوخبره پدی کی ده .چی که څوک وغواړي هلته خدمت وکړې دهغوې لپاره هلته ځا ی نشته.اوکه څوک غواړې له دغي فاصدي اداري سره کار وکړی هغه با ید دکومی خارجی جاسوسی شعبکی غړی وی او یا د کرزیانویا فهیمانو دکورني او یا بانډ غړی وی.

  7. نقیب لالا ! ته خو بیا په ګیلو را سر شوی یې وروره. آیا ستا په آند یې همدا لاره ده ؟ چې کرار ورته کینه او له ۱۶۰۰۰ کیلو مترو څخه لرې خبری ورشړه او کار دې هم مالوم نه وي. د کرزی له ادارې سره کار کوول ضروری ندﺉ بلکې له خپلو وطنوالو سره د دولت له چوګاټ څخه بهر کار وکړه. که دې زراعت لوستی وی له کلیواله کروندګرو سره کار وکړه ، که دې طب لوستی وي غریب خلک وړیا تداوي کړه ، که دې انجنیری لوستی وي له نویو ځوانانو انجنیرانو سره د کفیت په کنټرول کار وکړه.که دې اقتصاد لوستی وي نو خپل پلانونو د غریبو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره وکاروه. خو زه چې وینم ستا له خبرې داسی مالومیږي چې کار که کوې نو باید ښې پیسې درکړي او کنه نو نه یې کوې. لکه چې مې وویل ضرور نده چې د معاش په بدل کې کار وکړې ، ستا کورنی ته دلته دولت دسوسیال پیسې درکوی نو ګوزاره دي روانه ده ، ورشه په وړیا توګه کار ته څان تیار کړه او دا قرباني ورکړه. تا ویلی دی چې ځای نشته ، ته خپل کلی ته ولاړ شه او له خلکو سره اوږه په اوږه کار وکړه بیا وګوره چې څوک تا له هغه ځای څخه شړی. وروره لکه څنګه چې مې وویل خبری کوول او انتقاد آسانه کار دی خو په عملی ډګر کې وطن د میني اثبات ګران دی. په پښتنه مینه
    ستاستو ورور اندړ