کور / تازه خبرونه / خيبرايجنسۍ:وژل سوو 8 کسانو ته يو ځای د جنازې لمونځ ورکړه سو

خيبرايجنسۍ:وژل سوو 8 کسانو ته يو ځای د جنازې لمونځ ورکړه سو

 د خيبر ايجنسۍ په تحصيل باړه کښې تېره ورځ د وسلوالو په ډزو کښې وژل شوو اتو کسانو ته يو ځاى د جنازې لمونځ ورکړل شو او خاورو ته وسپارل شول ، ددغو کسانو د جنازې لمونځ په ګورنمنټ هائى سکول کلى شيخان کښې په اجتماعي توګه ادا کړل شو ، په جنازه کښې د سيمې اوسيدونکو په ګڼ شمير ګډون وکړ، د جنازې د مراسمو په مهال سخت ويرجن حالات و، د يادونې وړ ده چې د دوشنبې په ورځ په باړه کښې د يوې وسلوالې ډلې لخوا لږ تر لږه اتلس ځايي اوسيدونکي وژل شوي وه او د ځينو کسانو کورونه او دکانونه هم سوځول شوې وه.