کور / تازه خبرونه / ايډمرل مايکل د مشرف سره تر ليدو وروسته افغانستان ته لاړ

ايډمرل مايکل د مشرف سره تر ليدو وروسته افغانستان ته لاړ

 د امريکې جوائنټ چيف آف سټاف کميټى چئيرمين ايډمرل مائيکل مولن په پاکستان کښې خپل مسافرت پاى ته رسولى او افغانستان ته لاړ، د روانيدو تر مخه د امريکې لوړ پوړى پوځي شخصيت د پاکستان له جمهور رئيس پرويز مشرف او د وسله وال پوځ له اعلى سر قوماندان جنرال اشفاق پرويز کياني سره په جلا جلا توګه وکتل، او له پاکستاني مشرانو سره يې د تروريزم پر خلاف جګړې په اړوند خبرې او د نظر تبادله وکړه، ايډمرل مائيکل مولن له ره څه لومړى د پېنډۍ په صدارتي دفتر کښې د پاکستان له ولس مشر پروېز مشرف سره وليدل، باوري خبر ځايونه وايي چې ددغو ليدنو کتنو په بهير کښې د سيمې په امنيتي حالاتو د ترهه ګرۍ خلاف نړيواله جګړه کښې د امريکې او پاکستان د کړنو او نورو علاقې وړ موضوعاتو په اړوند خبرې او د نظر راکړه ورکړه وشوه، دغه راز د پاکستان ولس مشر پروېز مشرف د سيمې د اوسنيو سياسي او ستراتيژيکو حالاتو په اړوند لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکي ته معلومات ورکړل، دۀ وويل چې پاکستان په خپله د ترهه ګرۍ ښکار دى، او د ترهه ګرۍ خلاف روانه جګړه کښې پاکستان خورا ستر زيان ليدلى دى ، پروېز مشرف زياته کړه چې د ترهه ګرۍ پر خلاف روانه جګړه به د هېواد په ګټه دوام ومومي، همدا راز د امريکې چيف آف سټاف چئيرمين ايډمرل مائيکل مولن د پېندۍ له جنرال هيډکوارټرز څخه هم ليدنه وکړه او هلته يې د برى پوځ له سر لښکر جنرال اشفاق پروېز کياني سره وکتل، پدې کتنه کښې د علاقې وړ موضوعاتو او د سيمې او په اوسنيو امنيتي حالاتو خبري او  د نظر تبادله وشوه، خبري راپورونه وايي چې د بري پوځ سر لښکر جنرال اشفاق پروېز کيانى له ايډمرل مائيکل مول سره يو په يو ملاقات وکړ، له دغو ليدنو او کتنو وروسته امريکې لوړ پوړى پوځي چارواکى د افغانستان په لور رهى شو.