کور / تازه خبرونه / لاهور:ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځته کړه

لاهور:ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځته کړه

 د پاکستان په لاهور ښار کښې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله رامنځته کړه ، د لاهور پر مال روډ باندې نيوي وار په نوم پوهنځي کښې په  ځانمرګي بريد کښې اووه تنه مړه او ګڼ ژوبل شوى دى ، د پنجاب حکومت وايي چې په نيوى وار پوهنځى ( کالج ) کښې ځانمرګۍ بريد وشو چې وروسته هلته موجود موټرو کښې ګيس سلنډرونه وچاوديدل ، حکومت وايي چې دوه تنه د ګيس سلنډر د چاودنې له امله وژل شوى دى ، په پېښه کښې شل تنه ژوبل دي ، د راپورونو تر مخه د ځانمرګي بريد له ځاى څخه د بريد کوونکي سر تر لاسه شوى دى ، ويل کېږي چې په ژوبل کسانو کښې د ځينو حالت د پام وړ بلل کېږي.


يادونه : تاسو د لراوبر ويبپاڼي د خپرونو په اړه څه فکر کوئ ؟        خپل نظر په نظرپاڼه کي وليکئ .