کور / تازه خبرونه / درې تنه تښتول سوي کسان د تښتونکو له منګلو وژغورل سوه

درې تنه تښتول سوي کسان د تښتونکو له منګلو وژغورل سوه

د پښتونخوا  په لکى مروت کښې د يونين کونسل د ناظم په شمول درې تنه تښتول شوي کسان د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول او يو تن تښتوونکۍ ونيول شو، د پوليسو او تښتوونکو تر منځ په نښته کښې پنځه تنه وژل شوى دى چې په جمله کښې يې درې تنه تښتوونکي يو تن پوليس او بل ځاي اوسيدونکۍ دى ، د راپورونو تر مخه د سې شنبې په ورځ د يونين کونسل بچکن احمد زى ناظم د خپلو دوو تنو ملګرو سره د خپل کور څخه د ګمبيلې سيمې ته روان وه چې په لاره کښې وسله والو طالبانو لخوا وتښتول شول ، د پېښې وروسته د سيمې خلکو او پوليسو په ګډه د تښتوونکو د نيولو لپاره هڅې پيل کړې چې له امله تښتوونکي ايساريدلو ته اړ شول ، د ځايي خلکو او تښتوونکو تر منځ د خبرو اترو وروسته برمته کړل شوى ناظم او ملګرى يې خوشى کړل شول ، ددوى د خوشي کولو وروسته د پوليسو او تښتوونکو تر منځ نښته وشوه چې له امله يې درې تنه تښتوونکي مړه او يو ونيول شو ، ويل کېږي چې تښتوونکي درې تنه غير ملکي او دوه ځايي کسان دي ، په نښته کښې يو تن پوليس او يو ځايي وګړى هم وژل شوى دى.