کور / هستوي فزيک / څیړنه:د هوا ککړتیا د زړه ناروغي رامینځ ته کوﺉ

څیړنه:د هوا ککړتیا د زړه ناروغي رامینځ ته کوﺉ

د بلجیم هیواد د هاسیلت په پوهنتون کې د یوې څیړني پایلې ښیي چې د هوا ککړتیا د کوکایینو ، قهوې او چرسو په پرتله ډیره د زړه ناورغۍ رامنځ ته کوي.  د دغه پوهنتون پروفیسور ټیم ناورټ وویل چې :” ډاکټران تل څانګړي ناروغان معاینه کوي او د معاینې په ترځ کې د ټیټ خطر لرونکي عوامل لکه د کوکایینو ، چرسو او ډیرې قهوې کارول ناروغ ته د ناروغۍ لامل په ګوته کوﺉ ، خو که چیرې دوۍ د هوا ککړتیا چې د دې څیړني پربسټ د زړه د ناروغیو ستر لامل دی په ګوته کړﺉ نو دوۍ  به د عامه وګړو روغتیا هم تضمین کړي”.
دیادوني وړ ده چې د روغتیا نړیواله اداره د چاپیریال ککړتیا د ناروغیو یو ستر لامل بولي. د چاپیریال ککړتیا په ټولیزه توګه د لیږدونکو وسایتو د ډیرې کاروني څخه را مینځ ته کیږﺉ  او د روغتیا د نړیوالې ادارې د احصایې له مخې په کال کې دوه ملیونه وګړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د چاپیریال د ککړټیا له امله له رامنیځ ته شویو ناروغیو څخه مري.