په بریتانوي موزیم کې د افغانستان د آثارو نندارتون
د بی بی سی د انګریزي څانګې په حواله روانه اونۍ د افغانستان خزانه د لندن په بریتانوي موزیم کې نندارې ته وړاندي کیږﺉ. د دغې نندارې تر شا د یوې سترې سرښندني کیسه پرته ده.
د شا او خوا درې لسیزو جګړې په ترڅ کې د افغانستان ملي شتمني د هغې له ډلې څخه موزیمونه تالان او یا هم آثار یې په بې رحمانه توګه لوټ شول. خو یو څه ارزښتناکه آثار یې د جمهوری ریاست تر شا په یوه کوټه کې ساتل شوي ول. د دغې ساتنې ویاړ پینځو کسانو ته چې د موزیم ریس ښاغلی عمرخان مسعودی یې هم په ډله کې دی ورپه برخه دی. ښاغلی مسعودی د ده ژوند ته د ګواښونو سره سره دا پټ ځای هیچا ته ورپه ګوته نکړ چې د ښاغلی مسعودی دا کار د افغانستان تاریخ ته یو ستر خدمت دی.
د کابل موزیم سیمه د ۹۰ م لسیزي جګړو په ترڅ کې څو ځله له یوه تنظیم څخه د بل تنظیم لاس ته ولوید چې په هر ځل یې آثار لوټ شوول. له هغو ۱۰۰۰۰۰ آثارو څخه چې په ۱۹۷۹ م کې په دغه موزیم کې موجود ول ۷۰٪ یې تالان او آثار یې بهرنیو هیوادونو کې خرڅ شول.
خو هغه افسانوي سره زر چې کارپوهانو یې د لوټیدلو سوچ کول له ځینو ارزښتناکه آثارو سره یوځای د ولسمشر ماڼۍ ته څیرمه د مرکزي بانک یوې کوټې ته په ۱۹۸۹ م کې ولیږدول شول. دغې کوټې پینځه کلۍ درلودې چې یوه یې له ښاغلي مسعودی سره وه ، دا کوټه د یوې کلۍ په نه شتون کې هم د پرانیستلو وړ نه وه. د دغو کلیو هر یوه لرونکي د خپل سر په بیه دغه کلۍ د جګړو پر مهال وساتلې ، د دوۍ تر مینځ داسې ویل شوي ول که چیرته یو ده کلۍ لرونکی مري نو کلۍ دې د هغه مشر اولاد ته ورکړل شي. د دغه نندارتون مشره میرمن ویندهم وایي چې: “ښاغلی مسعودی او دهغه ملګري بې له شکه داسې اتلان دي چې چایې تر اوسه ستاینه نده کړي ، د ده له ابتکار پرته به دا نندارتون نن دلته نه وای”.
میرمن ویندهم وایي چې: ” د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله او یوې کمیټې له خوا دا تصمیم ونیول شو چې دا آثار دې په هغه وخت کې د لسمشر ماڼۍ ته څیرمه دې کوټې ته ولیږدول شي”.
دغه آثار په ۲۰۰۳ کال کې ښکاره شول چې ولسمشر کرزی د پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او د مالیې د وخت وزیر ډاکټر اشرف غنی احمدزی له مخې یې دروازه پرانیستل شوه. دیادوني وړ ده چې د دې خزانې بیه شا اوخوا ۳۵۰ ملیونه ډالره ښوول شوي ده.