کور / تازه خبرونه / د نړۍ تر ټولو زیات شتمن واکمنان

د نړۍ تر ټولو زیات شتمن واکمنان

د فوربس نړیوالې ټولنې د څیړنو له مخې د نړې تر ټولو د زیاتې شتمنۍ لرونکي زورواکان په دې ډول دي:
د تایلند دوه اتیا کلن پاچا بهومیول آدولیاج د دیرش میلیارده ډالرو شتمنۍ په درلودلو لومړی مقام لري.
د نړۍ تر ټولو کوچني اسلامي هیواد (برونئي) درې شپیته کلن پاچا، حسن البولکیا چې ان حمام او دالوتکې څوکۍ يي له سرو زرو جوړې شوې دي په دوهم پوړ کښې ځای لري.
نوموړی د نړۍ په مخ تر ټولو ښکلې ماڼۍ کښې ژوند کوي، چې ۱۷۸۸ خونې لري. په دې ماڼۍ کښې هره څوکۍ تر دوه سوه زره ډالرو زیات ارزښت لري. الحسن د نړۍ یوه تر ټولو ښکلې او قیمتي ځانګړې الوتکه هم په واک کې لري.
د عربستان شپږاتیا کلن پاچا ملک عبدالله د اتلس میلیاده ډالرو په درلودلو دریم او د اماراتو خلیفه شیخ خلیفه بن زاید آل نحیان د پنځلس میلیارده ډالرو په درلودلو سره په څلورم او پنځم پوړ کښې راغلي دي.
د دوبۍ د ښار واکمن محمد بن راشدآل مکتوم د څلورنیم میلیارده ډالرو، د مراکش ځوان پاچا شپږم محمد د دوه نیم میلیاده ډالرو، د قطر امیر شیخ حامد بن خلیفه د دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالرو شتمنۍ په درلودلو سره په له شپږ څخه تر اتم پورې ځایونه خپل کړي دي.
د موناکو پاچا دوهم البرټ په دې لړ کښې نهم ځای لري.
په لسم پوړ کښې د اسماعیلیه ډلې لارښود څلورم کریم آغاخان ځای لري. نوموړی تر اته سوه میلیونه ډالرو زیاته شتمني لري.
له دې څخه ښکاري چې د عربي نړۍ واکمنان د ځمکې پر سر تر ټولو ډیر د خلکو وینې زبیښونکي دي.