کور / هستوي فزيک / ساینس: لیزریز ټراکټور جوړ شو

ساینس: لیزریز ټراکټور جوړ شو

هانکانګي او چینایي ساینسپوهانو په یوې داسې آلې کار کړی چې  د لیزر په مټ به د شیانو د را کش کولو وړتیا ولري. نوموړیو ساینسپوهانو دا آله د لیزریز ټراکټور په نامه یاده کړی. دا آله چې د لیزریزو وسلو په خلاف یواځي په ډیرو لنډو واټنونو کې به دکارول کیږي دا وړتیا لري چې شیان خپلې خوا ته راکش کړي.
دا آله به عادي لیزر نه بلکې د لیزر یو خاص ډول چې بیزل لیزر نومویږي او د عادي لیزر په پرتله ډیر ځواکمن دی  کاروﺉ دا لیزر به په سیند کې د وړو تیګو اچولو څخه د لاس ته راغلي انځور بڼه ولري. د لندن د امپریال کالج کارکونکي اورتین هیس وویل چې: ” دا څیړنه د هغې نظرې په مټ چې وایي نور د کش کولو وړتیا لري او لمړی شپږ میاشتي مخکې په اسټرالیا کې تجربه شویده سرته رسیدلي”.
د یادوني وړ ده چې د لیزر وړانګو څخه ګټه اخیسته په دې ورستیو کې د دې لپاره زیاته شوې ده چې په دې تخنیک کې د چاپیریال له ککړتیا څخه تر ډیره بریده مخنیوی کیدای شي.