د پوهنتون ريس يو شمېر محصلين ووهل
د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني د پوهنځۍ محصلین ووهل سول
د کندهار پوهنتون دښووني او روزني پوهنځۍ محصلین د کندهار پوهنتون د رئیس حضرت میر طوطا خېل له خوا، په داسي حال کي ووهل او وټکول سول، چي رئیس ته د خپلو مشکلاتو او په پوهنځۍ کي د را پیدا سويو ستونزو د شریکولو له پاره ورغلي وه، د یادوني وړده چي په دغو وهل سویو محصلینو کي یو د کندهار ولایت دپخواني مرستیال شهید انجینیر اشنا زوی هم و.
د کندهار د ښووني او روزني پوهنځۍ یوه میاشت کېږي، چي رئیس او معاون ئې غیري حاضر دي او پر ځای ئې یوازي چپراسي په اداره کي حاضر وي، استادان ئې درسونو ته نه حاضریږي او محصلین ئې ټوله ورځ د پوهنتون په صحن کي و لمر ته پتاوي کوي.
په دې وروستیو کي د کندهار ولایت په ټولو ادارو کي اداري فساد و خپل اوج رسېدلی دئ، چي د دغو ادارو څخه یوه ئې د کندهار پوهنتون اداره ده. چي په راس کي ئې بې مسوولیته کسان واقع دي .
موږ د کندهار ولایت د مقام څخه هیله کوو، چي د کندهار پوهنتون مشکلات له نژدې څخه وګوري.