کور / هراړخیز / عبدالجبارنعيمي په ستاينليک ووياړل شو

عبدالجبارنعيمي په ستاينليک ووياړل شو

د خوست والي عبدالجبارنعيمي د عامې روغتيا وزارت له لوري په ستاينليک ووياړل شو


عبدالجبارنعيمي د هغو فعاليتونو له امله ، چې د عامې روغتيا رياست او د خوست خلکو ته د روغتيا په برخه کې ترسره کړي ، د مربوطه وزارت له لوري ستايل شوي ، نو په همدې اساس يې ستاينليک ورکړ .


د ستاينليک د ورکړې پر مهال د عامې روغتيا رياست مسوولينو ، د ملکي روغتون ډاکټرانو ، د روغتيايي موسساتو مسوولينو او په خوست کې فعالو ډاکټرانو هم حضور درلود .


د عامې روغتيا رياست روغتيايي مشاور ډاکټر سخي سردار په هغو کړنو رڼا واچوله ، چې له امله يې ښاغلی نعيمي په ستاينليک ووياړل شو . دده په وينا چې په يوازې توګه هدف ته رسيدل ناممکن دي ، خو د ولايتي ادارې په مستقيمه همکارۍ يې ولايت کې د ورغتيا په برخه کې زيات کارونه شوي دي .


سخي سردار وويل ، په خوست کې د ١٥٠ بستريز نوي روغتون چارې يې په لومړيو کې بې کيفيته روانې وې ، په دې اړه څو ځلې ولايتي ادارې ته شکايتونه شوي ، خو په اړه يې جدي اجراعات نه کيدل .


دده په وينا چې اوسني والي خوست ته د راتک سره سم د هرڅه د مخه لومړۍ ددغهه روغتون له چارو ليدنه کړي ، چې له دې ښکاري نوموړی د خلکو د روغتيا سره مينه لري .


ډاکټر سخي سردار زياتوله : دا وخت ددوی غوښتنې ولايتي ادارې اوريدلي او سرته يې رسولي ، چې په پايله کې يې د نوي روغتون چارې ګړندی او دکيفيت له اړخه په بشپړه توګه ښې شويدي .


ددې تر څنګ په ملکي روغتون کې د برېښنا ستونزه ، چې له امله يې ډاکټران او ناروغان په خپلو ورځينيو چارو کې د ستونزو سره مخ شوي وو ، په يوه اوونی د والي د هڅو په پايله کې ياده ستونزه هواره شوي ، چې ددوی په واک يې ٦٤ کيلوواټه جنراتور ورکړ ، چې دا کار د عامې روغتيا رياست او په دې ولايت کې د روغتيايي موسساتو له توانه وتلې خبره وه .


نومړي د خپلې په وروستۍ برخه کې ددې يادونه هم وکړه ، چې والي نعيمي بار بار د ملکي روغتون د مريضانو او ټپيانو ليدنه کړي او ورسره يې نغدي مرسته کړي ، له بل پلوه يې د روغتيا په برخه کځې د ستونزو هواري له پاره له پلازمينې کابل څخه سرپرسته وزيره اغلې ثريا دليل را دعوت کړي ، چې نومړې په دې ولايت کې شته ستونزې له نيږدې وليدلې او د ولايتي اداري له لوري يې تود هرکلی شوی وو ، چې دې کړنو د عامې روغتيا تزارت پام خوستت ته اړولی . دده په وينا له دې وړاندې زموږ غوښتنې په مرکز کې سرته رسولو پر وخت د زياتو ستونزو سره مخ کيدو ، خو اوس يې غوښتنې وزارت په خپله تعقيبوي ، ترڅو په وخت سره سرته ورسيږي ، نو له همدې امله خوست والي په ستاينليک ووياړل شو .


د عامې روغتيا سرپرست او په خوست کې د HMIS روغتيايي موسسې مسوول ډاکټر کړوخېل په خپله وينا کې د خوست والي د روغتيا په برخه کې هڅې نه هيريدونکې وبللې او نومړي ته يې په خپلو چارو د بريا هيله وکړه .


دده په ونيا ، چې يوازې سالم بدن دی ، چې خلک د ژوند په خوندونو پوهوي ، چې په دې برخه کې همکاري او کوشش کول په دونياوي لاسته راوړنو سر بېره اخروي ګټې هم لري .


د مخابراتو رئيس انجينر ګل حبيب شاه هم ددوی د خبرو په تاييد سره وويل ، چې اغلې ثريا دليل يوازينۍ وزيره وه ، چې د خوست څوارلس کسيز پلاوي غوښتنې يې په ورين تندي اوريدلي او پرته له کوم دليل يې د سرته رسولو ژمنه کړي ، نومړي د ولايتي ادارې په استازيتوب له اغلې ثريا دليل څخه ځانګړې مننه وکړه .


د خوست والي عبدالجبارنعيمي په خپله وينا کې د روغتيا په برخه ستونزو ګالل او لازموو استانتياوو برابرول له پاره کار کول ، خپله دنده وبلله او ژمنه يې وکړه ، چې تر خپله وسه به په دې برخه کې دستونزو په هواري کار کوي . دده په وينا ډاکټر هغه څوګ دی ، چې د ناروغانو تداوي کوي ، د ټپيانو وينې پاکوي او په ټپونو ملهم او پټۍ لګوي ، نو د داسې خلکو تقويه کول يې لازمي وبلل .


نوموړي هم د نوي روغتون په ساختماني چارو کې د نيمګړتياوو يادونه ، چې له دې وړاندې يې درلودي ، خو وروسته يې د مرکزي دولت او نړيوالې ټولنې په همکارۍ له مينځه يوړې .


دده په وينا د عامې روغتيا رياست په غوښتنه يې له پلازمينې څخه د نوي ١٥٠ بستريزو روغتون ساختماني چارو د کيفيت مالومولو په خاطر يې مسلکي ټيم راغوښتی وو ، څو پکې شته نيمګړتياوې په ګوته شي ، دا کار هم شوی او مشکلات په ډاګه شوي ، چې له ګتې اخيستنې وړاندې به هوار شي . نعيمي وويل : د وزارت څخه راغلي لوړ رتبه هيئت او مرستندويه ټولنې ګډ ټيم ، چې د رغوتنو ساختماني چارې يې له نيږدې وليدي ، نو په کومو برخو کې چې ترميم ته اړتيا وه ، ولايتي بيارغونې ډلې يې په نښه کړي او نوموړي ته يې اطمينان ورکړی ، چې پکې شته ټولو نمګړتياوو پوره کيدو وروسته به ګتې اخيستنې ته وړاندې کيږي .


د نوموړي په خبره ، په دې بسنه نده شوې او ترڅنګ پنځه رسمي د همغږۍ جلسې دايرې کړي ، څو د روغتون چارې په داسې بڼه سرته ورسيږي ، چې د زون په کچه خدمات وړاندې کړي .


والي نعيمي زياتوله هر څوګ بايد دغه مظلوم ولس ، خاوي او نظام ته وفادار واوسي او ورسپارل شوې دندې په داسې ډول پر مخ يوسي ، چې خدای ، رسول او ولس ورڅخه راضي شي .


نومړي په خوست کې د ټولو روغتياپالو غوښتنه وکړه ، چې د ناروغانو سره په هره برخه کې په بشپړه توګه همکاري وکړي او ددې تر څنګ د ناروغانو او عامو خلکو تر غوږونو دا پيغام ورورسوي ، چې د علم زده کړې سره د ټولو بدبختيو مخه نيول کيږي ، تر څو په راتلوونکي ښوونيز کال کې هغه خلک چې خپل اولادونه يې په نورو کارونو بوخت کړي ، تعليم ته مخه کړي او د زده کوونکو شمېر په خوست کې تر دوه لکو لوړ شي .


د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي دغه ستاينليک د ټولو ادارو او د خوست ولس له پاره ستر مانوي وياړ وباله او د عامې روغتيا وزارت سرپرستې وزيرې اغلې ثريا دليل يې مننه وکړه ، چې د خوست ولس يې په دې بڼه قدردانۍ کړی .