د افغان – ایران ښوونځي جوړیږﺉ

رحمت الله تنها اندړ | مارچ 10th, 2011


د ایران د ښووني وزارت د څیړنو مرستیال محی الدین بهران محمدیان په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یوه تړون له مخي چې د افغانستان له حکومت سره یې کړی ، د افغان – ایران پينځه ښوونځي به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې جوړ شي. ده وویل چې د دغو ښونځیو ځمکه به افغان حکومت دوۍ ته ورکوي او د رغوني کار به یې د ایران دولت لخوا ترسره شي. دی وایي چې دا ښونځي به د کابل سربیره په نورو ولایتونو کې هم پرانیستل شي ، همدرانګه دی وایي چې د ایران حکومت چمتو دی چې په فارسي ژبه د تربیتي او تعلیمي پروګرامونو په پلي کولو کې هم له افغان حکومت سره مرسته وکړي .
دیادوني وړ ده چې تر دې دمه د ترکیې هیواد په مرسته په افغانستان کې ځیني ښونځي چې د افغان – ترک ښونځیو په نامه یادیدل فعاله ول اوس د دغو ښونځیو تر څنګ به د افغان – ایران ښونځي په هم جوړيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024