کور / هستوي فزيک / څیړنه : د الکولو د بیې لوړوالي د فرانسویانو او ایټالویانو ژوند ژغورلی

څیړنه : د الکولو د بیې لوړوالي د فرانسویانو او ایټالویانو ژوند ژغورلی

د برتیانیې د سوت امپتون پوهنتون یوې روغتیایي ډلې څیړونکو د برتانیې حکومت ته په اپیل کې ویلي چې :” په الکولو کې د بیو په لوړوالي سره دې د ایټالیا او فرانسې په شان اقدام وکړﺉ” دوی وایي چې “د الکولو د بیې په لوړوالي سره د برتانویانو سږي وژغورﺉ”. د دغې ډلې څیړنه ښیي چې له ۱۹۸۶ز کال را په دېخوا په برتانیه کې ۸۰ په سلو کې د سږیو له ناورغۍ څخه مړه شوي کسانو د ناروغۍ لامل د ډیرو الکولو کارول ول. دا څیړنه ښیي له کله راهیسي چې ايټالیا او فرانسې د الکولو په بیو کې لوړوالی راوستی دا کچه له ۸۰ څخه ۵۰ سلنې ته را ښکته شوې. د دې ډلې یو غړی نیک شیرون وایي چې” ارزانه الکول دې له سیسټم څخه ویستل شي “.
د یادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې له ۶۰ څخه بیا تر ۹۰ سله پورې کسان چې د سږو له ناروغۍ څخه مري په الکولو روږدي کسان دي.