کور / راپور / ماسکو:دمخالفينو له خوا مظاهره په بېرحمۍ وځپل سوه

ماسکو:دمخالفينو له خوا مظاهره په بېرحمۍ وځپل سوه

مومن شاکيروف
دازادۍ راډيو دروسي سرويس خبريال دوشنبه د ۲۰۰۸ کال دمارچ ۳
په روسي ژبه دازادۍ راډيو دانټرنېټ پاڼي نه




په مسکو کي دپوليسو له خوا دمخالفينو مظاهره په بې رحمی وځپل شوه
په نظر کي وه، چي ددوشنبې په ورځ په مسکو، پيټر بورګ او دروسيې په يو شمېر نورو ښارونو کي دمخالفينو ( نه موافقونو ) اعتراضيه مارشونه ( مظاهرې ) تر سره شي. په پيټر بورګ کي چارواکو دمخالفيونو دغونډي جوړولو ته اجازه ورکړه .که څه هم په مسکو کي ددغه ډول غونډي جوړول منع سول، خو ددغه مارش سمبالونکو دغونډي پر شا نه شول . دمسکو په ښاروالی کي وويل شول، چي د« بلي روسيې » دغورځنګ لخوا دغونډي دجوړولو هڅه يو لمسونکۍ کاردی .



پتيل شوې وه، چي دمخالفينو مارش ( مظاهره ) په مسکو کي د« چيستۍ پرودۍ » دميترو نه پيل شي . دمظاهرې د پيل  نه مخکي دراغونډېدو په ځای کي ډېر زيات شمېر پوليس او« امون »  ( دپوليسو ځانګړي قطعات ) راغونډ شوي وه او دپوليسو او مظاهره کونکو تر مينځ په پرله پسې ډول لانجې رامينځ ته کېدلې . دمخالفينو فعالينو ونه سوای کړای خپل سمبالونکی کار تر سره کړي . دميترو شاوخوا کي په بېلابېلو ځايونو کي شخړي پېښېدلې، که به کوم چا شعارونه ورکړل او يا به ئي ليکل شوي شعارونه را وايستل نو دپوليسو له خوا به هغوی ډېر ژر نيول کېدل او په زوره به ئي دپوليسو موټرانو ته په کشولو وړل . دپوليسو ځانګړي موټران بيخي ډېر وه، عيني شاهدان وايي چي شمېره ئي لسګونو موټرانو ته رسېدل .



دښي اړخو ځواکونو داتحاد مشر نيکيته بيليخ په دغه مظاهره کي ګډون کړی وه . ده راغونډ سوؤ کسانو ته دې هکله دتبصرې په وخت کي وويل، چي تېر سوي انتخابات دموکراټيک نه وه او رايه ورکونه ئي يو څرګند جعل وباله . نيکيته بيليخ دغه راز خبر ورکړ، چي ممکن مارينه ليتوينويچ (دپوتين دمخالفينو يوه فعاله ) اوس نيول شوې وي او دپوليسو په موټر کي ناسته وي . څه وخت وروسته دی هم دپوليسو له خوا ونيول شو .



هر چا که به کوم شعار په لوړ اواز ورکړ او يا به ئي ليکل شوي شعارونه راوايستل، نو ډېر ژر به دپوليسو له خوا نيول کېدل .


پوليسو دښاري قوماندانۍ موټران تر خولې د« بلي روسيې دغورځنګ » دفعالينو نه ډک شوي وه .



دغي مظاهرې ته راغلو فعالينو دشمېرې څرګندول ګران کار دی . خلک دسيمي په شا او خوا ميترو ګانو کي وه، دغه راز لږ تر لږه دوه سوه خبريالان ، ډېر شمېر عکاسان، کامره مينان  او نور ژورنالستان هري خوا ته کرځېدل . که په يوه ځای کي پوليسو دمخالفينو دغورځنګ دفعالينوپه نيولو پيل وکړ، نو هغوی به په بل ځای کي را څرګندشول . خو با لاخره  پوليسو وکړای شول، چي دمظاهرې کونکو نه ځيني کسان ونيسي  او نور ئي دهغه ځای نه تيت اوپرک کړي . اوس کېدای شي وويل شي، چي په مسکو کي دمخالفينو سوله ايزه مظاهره دپوليسو دځواکونو له خوا ځپل شوې ده .


د دغو نيونو څو عکسونه دبېلګي په توګه: