کور / راپور / په هالنډ او ډنمارک کي د اسلام ضد حرکتونو ته لنډه کتنه

په هالنډ او ډنمارک کي د اسلام ضد حرکتونو ته لنډه کتنه


د هالنډ لومړی وزير ( يان پيتر بالکننده )


 



د قرآن عظيم الشان ضد فلم جوړونکی خيرت ويلدرز


په ډنمارک کي په دوهم ځل بيا د حضرت محمد صل الله عليه وسلم  د کاريکاتورونو خپرولو او په هالنډ کي د اسلام دمبارک دين او اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص په اړه د هالنډ د پارلمان د يوه غړي خيرت ويلدرز جوړېدونکي فلم په اسلامي نړۍ کي ځای ځای تاوده بحثونه رامنځته کړي دي ، د يادي سوي موضوع په اړه په لراوبر افغانستان کي د قهره ډک غبرګون ښوول سوی دی ، ولس مظاهرې کړي او له چارواکو يې غوښتي چي د هالنډ او ډنمارک سره په دې اړه د لوړي کچي خبري وکړي ، ځيني نورو ويلي چي دولت دي له ډنمارک سره ډيپلوماتيکي اړيکي وشلوي او د ايساف په ليکو کي دي د هالنډ سرتيري له افغانستانه وباسي .


په دې ترڅ کي نن د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو  په ترڅ کې د ډنمارکي خپرونو له خوا د اسلام د ستر پيغمبر   حضرت محمد مصطفى ( ص) له سپکاوي  ډکو کاريکاتورونو بيا خپرول او د هالنډ په هېواد کې د آنحضرت په نسبت له سپکاوي ډک   فلم برابرول په کلکه غندلي ، دغه ډول د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د بي بي سي پښتو راډيو له لاري په دې اړه خپل احتجاج وړاندي کړ  .  


د هالنډ د پالمان غړي او د حضرت محمد ص عليه السلام د ژوند او اسلام د مبارک دين په اړه د فلم جوړونکي ګيرت ويلدرز  ( خيرت ويلدرز) نن د مارچ پر څلورمه نېټه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي خبريالانو ته وويل چي د هالنډ لومړي وزير بالکننده  دده د فلم تر جوړېدو او خپرېدو مخکي د فلم په اړه ناسم معلومات خپاره کړه او لانجې يې رامنځته کړې .


نوموړي د هالنډ لومړی وزير بالکننده په پرله پسې ډول  بېرندوکئ ( ډارن ) ، بې زړه او ناپوه وزير وباله ، نوموړي وويل چي  لومړي وزير د هالنډ د اساسي قانون او بيان د ازادۍ پلوي ونه کړه بلکي د طالبانو پلوي يې وکړه ،د فلم جوړونکي خيرت ويلدرز  د يوه خبريال د پوښتني په ځواب کي وويل چي ددې فلم د جوړېدو له امله که مرګ ژوبله رامنځته سي يا نوري ستونزي پيدا سي نو مسوليت يې د لومړي وزير پر غاړه دی ، خيرت ويلدرز  په بيا بيا ويل چي لومړي وزير دده د فلم په اړه د ناسمو تبليغاتو په خپرولو کي مرسته کړې ده .


د خيرت ويلدرز څخه پوښتنه وسوه چي اوس ګواښونه سوي چي که دا فلم جوړ او خپور سي نو مرګ ژوبله به رامنځته کړي ، نوموړي وويل چي څوک چي مرګ ژوبله کوي نو مسوليت يې هم د هغه چا په غاړه دی څوک چي عملآ  لاس پکښي لري ، خيرت ويلدرز وويل : زه ددې پروا نه لرم چي دداسي فلم جوړېدل د افغانستان ، سعودي يا طالبانو په قانون کي منع دی ، ما د فلم جوړېدو په وخت کي د هالنډ ټول قوانين په پام کي نيولي دي ، نوموړي وويل  لومړي وزير مخکي تر دې چي زما د فلم يوه ثانيه يې ليدلي وي ددې فلم د بندېدو غوښتنه کوي او په اړه يې ناوړه تبليغات کوي .


نوموړي وويل چي د جوړېدونکي فلم د لانجې په اړه يې د هالنډ د کورنيو چارو او عدليې له وزيرانو سره هم خبري اتري کړي دي .


خيرت ويلدرز وويل : زه له خپله کاره ډير راضي او خوښ يم ، زه به د خپل فلم د جوړېدو او بشپړېدو کار ته ادامه ورکوم ، نوموړي په تکرار سره ويل چي زه د لومړي وزير ، افغانستان يا طالبانو پروا نه لرم .


د يادوني وړ ده چي شاوخوا درې کاله پخوا  ټای وان ګاف  ( تیو فان خوف ) هم  د اسلام د دين او قرآني ايتونو ته د سپکاوي له امله د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي په سپينه ورځ د مراکش الاصله هالنډي محمد ب  له خوا لومړی د توپنچې په ډزو ووژل سو ، د کاروپوهانو له نظره دا چي د هالنډ لومړی وزير بالکننده د فلم د خپراوي دمخنيوي هڅي کوي کېدای سي يو لامل يې د تيوفان خوف سره ترسره سوی عمل او دوهم لامل يې په افغانستان کي ددې فلم تر جوړېدو مخکي مظاهرې او د طالبانو هغه خبرداری وي چي وايي که دا فلم خپور سي نودوی به پر هالنډي پوځونو خپلو بريدونو ته زور ورکړي .



تيو  فان  خوف  د سبميشن په نوم فلم کي د يوې لڅي نجلې پر بدن قرآني ايتونه ليکلې او بيا يې پرلمانځه درولې وه ، نوموړې به ويل دلته دموکراسي ده ، نوموړی په د محمد ب په نوم د يوه مراکش الاصله هالنډي له خوا د کال 2004 کي د هالنډ د پلازميني امستردام په مرکز کي په سپينه ورځ په ډزو وواژه او بيا يې چاړه په ځيګر کي ورښخه کړه . محمد ب وروسته پوليسو ونياوه  او تر اوسه په زندان کي دی .