کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: شته چارواکي چې دقاچاقبرانو مرسته کوي.

ملګري ملتونه: شته چارواکي چې دقاچاقبرانو مرسته کوي.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره دمبارزې ادارې مشرې کریسټینا اوګز یوې خبري غونډې ته په ویانا کې دمیشتې ادارې دمخدره توکو دکنټرول نړیوال بورډ یا INCB هغه کلنی رپورټ وړاندې کړ چې همدا نن خپور شوی، پدغه رپورټ کې راغلي چې نړۍ داسیتیک انهایدرید موادو له خطر سره مخامخ کیدونکی دی، دغه کیمیاوي مواد چې د هیروینو په جوړښت کارول کیږي په اسیايي هیوادونو کې یې دسوداګرۍ بازار تود شوی.
پدې رپورټ کې انديښنه ښوول شوی چې ښايي افغانستان له دغو کیمیاوي موادو له استعمال زیات برخمن شي،
ددغې ادارې په رپورټ کې دافغانستان په حکومت غږ شوی دی چې دمخدره موادو په ستونزه کې دی خپلې هڅې له دی هم ګړندۍ کړي.
دا ډول دی خبري ناستې ته میرمن اوګز وویل چې ښايي سږ کال په افغانستان کې دتیر کال په څیر او یا له هغې کچې لږ کوکنار کرل شوي وي.
هغې دا ډول اداري فساد او دمخدره موادو په کار وبار کې دځینو لوړ پوړو چارواکو لاس لرل دنشه يي توکو په زیاتیدو کې اغیزمن وبلل وی ویل چې ددغو لاملونو ترڅنګ نړیوالې جرمي ډلې هم شاملې دي، هغې په نشه يي توکو کې دځینو لوړ پوړو چارواکو په اړه وویل چې نومونه ورسره نشته خو عمومي معلومات لري، هغې وویل که څه هم دنومونو په ډاګه کول یې په دندو کې نه راځي، خو بیا هم دیوه سیستم پلوي کوي چې دا کارونه وڅیري.
بل لورته میرمن اوګز افغانستان په نړۍ کې دچرسو په تولید کې دلومړي کتار په هیوادو کې وشمیره ، هغې وویل چې په تیرکال کې په افغانستان کې په اویا زره هکټاره ځمکه دچرسو کر شوی وو.