کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د مرستو څخه مؤثره ګټه اخېستل

د مرستو څخه مؤثره ګټه اخېستل


  دا ېو منلې حقیقت دې چې دهر کار پر مخ بېول خپلو وساېلو او سامانونو ته ضرورت لرې چې د کار تر پېل کېدو د مخه باېد هغه موجود وې . ددې څخه پرته هم به کار سرته نه رسېږې او هم به ډېرې نېمګړتېاوې ولرې لکه هم دا اوس چې د کرهڼې او مالدارې محترم وزارت ورسره لاس او ګرېوان دې .د افغانستان شرېف او زحمت کښه بزګران د کښت په وخت کې واصلاح سوو تخمونو ، کېمېاوې سرو او ماشېن الاتو ته اړتېا لرې .دېوې خوا باېد ېوه داسې مرجع وې چې بزګران د ضرورت په وخت کې هغه ورڅخه تر لاسه کړې او دبلې خوا باېد هغه په پور تر لاسه کړاې سې ، خو په تاسف سره باېد ووېل سې چې په ټول مملکت کې داسې مرجع نسته چې دا مسؤلېت ېې پر غاړه وې او نه هم په نوموړې وزارت کې داسې ارګانونه سته چې دا کار سرته ورسوې لکه څنګه چې په تېرو وختو کې وه . اوس د بزګرانو لاس و تور بازار ته اړ سوېدې او دا هغه تور بازار دې چې مالګه دسپېنو  کودو په بېه اوامدادې غنم د اصلاح سوو تخمونو په بېه ورکوې . د پور ورکولو خو اصلا درک هم نسته .نو په داسې شراېطو کې چې په هر څه کې تقلب او چلبازې خپل اوج ته رسېدلې وې ، د بزګرانو د کښت او کار به څه خوند وې ؟اوس به راسو خپل اصلې هدف ته :


 دکرهڼې او مالدارې محترم وزېر صاحب د حوت په دېارلسه شپه کال1386 د تلوېزون د لارې    داصلاح سوو تخمونو او کېمېاوې سرو توزېع کوم چې د مرستندوېه هېوادو د خوا ورسره مرسته سوېوه و کډوالو او بېځاېه سوو خلګو ته ېا په بل عبارت و هغو خلګو ته چې دوې خپلې پلارنۍ مېنې  او مځکې پرېېښې دې او په هغو ځاېونو کې شپې او ورځې تېروې چې نه د استوګنې ځاېونه لرې او نه د کرلو مځکې اعلان کړه .دا ډېره د تعجب وړ خبره نده ؟، دا ځکه چې اصلاح سوې تخمونه او کېمېاوې سرې داسې امدادې مواد ندې چې و بې مځکو خلګو ته ورکړه سې ، دا مواد باېد و هغو بزګرانو بزګرانو ته ورکړه سې چې د مځکو خاوندان وې او باېد په وړېا توګه ورنکړه سې .ددې مرستې ټولې پېسې باېد د کرهڼې او مالدارې محترم  وزارت په خپل چوکاټ کې د ېوه مسؤل ارګان په ذرېعه دپور په توګه   ومځکې لرونکوبزګرانو ته ورکړه سې .دا کار دوې ګټې لرې :


لمړې داچې دغه مواد به و هغو خلګو ته ورکول کېږې چې واقعا په کښت او کار باندې بوخت وې او هغوې ېې هرومرو د کښت د پاره استعمالوې چې په نتېجه کې به د هغو د بېځاېه کارولو څخه لاس نېونه وسې .


دوهم که چېرې و بزګرو ته په پور ورکړه سې کېداې سې چې د راتلونکو کلونو د پاره چې دا ېو ضرورې کار دې هم کار واخېستل سې . ددې خبرې برخلاف ، که چېرې دغه مواد وکډوالو او بېځاېه سوو خلګو ته ورکړه سې ، نو د ېوې خوا په د اصلې هدف دپاره چې کښت دې نه کارول کېږې اود بلې خوا به ټوله و شخصې جېبونو ته و لوېږې او د راتلونکې وخت د پاره به ېې کوم اثرپاته نسې .