کور / شعر / شهــــــــید

شهــــــــید

څه چی اورم زخمی زړه ورباندی سوځی
زړه لا پریږده چی ماغزه ور با ندی سوځی
سری لمبی چی دوطن ارمغان کـــــیږی
نــــنګرهار کی په وحشت شهیدان کیږی
درپیاد کړۍ لو غمیزه دکب میا شت ده
داسی پیښه په هیواد کی هره میاشت ده
بهــــانې دهـــری خوا ورته پیدا شـــــی
مسئول نسته چی دا څنګه برملا شی
دتمسا اوښکی یو ځای ځای کی بهیږی
ځینی نور بی پروا ئی کی وخندیږی
ورځ چی تیره سبا دا موضوع هیریږی
بلی ورځی ته دبل شر رجوع کیږی
څوک چی مړ شی هغه پړ شی لوی متل دئ
نوم ئی ورک نښان ئی ورک نه دئ اتل دئ
دشهید وینه په جوش کی لا بهـــــــــیږی
چی پر لار دهدیری وی لا تو ئیږی
نازولی بچیان سری سترګی بغــــــــاری
کښته پورته ورته کیږی سترګی ژاړی
دغمونو لوی توفان پر دوی نا زل شی
چاره نه وی دزړګی کبـــــــابیدل شی
هیڅوک نسته چی د دوی اوښــــکې ورپاکی
دمد د سړئ خو نه وی په رشتیـــــــــاکی
اخردغه ستر وحشت به څومره نور وی
یا تر څو به هره ورځ بغـــاری نور وی
څه سول هغه غټ بازان او لوی خبری
صرف یوازی پر ډوډۍ د دوی اتری
اخر خوار ولس به څومره داکار زغمی
یاترڅو به دا کار وان دغسی درومی
څه پکار دی وانجام د دغه کار ته
اتحاد دئ ضروری پام دغه کار ته
هغه څوک چی جوړوی دا پلانونه
ډالرونه په بوجۍ بوجۍړاوړینه
زه هم ګیچ سوم لیونئ ډوب په چرتو توکی
ټو ل تشویش می دوطن په جوړیدوکی
امانزیه داسی ورځ به کله راسی
ټول دزړونولوی زخمونه به دواسی