کور / شعر / مورې

مورې

اې زما مجبوري مورې!
اې په زړه زخمي
او سر ببري مورې!
منم چي ډېر بدبخته يم
چي مي ته خوشحاله نه كړې
ما هيڅ هم نه ګڼلې
ته د جنت واكداره
زه بدبخته يم
منم چي دوزخي به شم
ځكه چي مي ته خوشحاله نه كړې