کور / تازه خبرونه / د ايساف ډاکټرانو د ژوبل سوو ماشومانو درملنه وکړه

د ايساف ډاکټرانو د ژوبل سوو ماشومانو درملنه وکړه

د آيساف ډاکترانو په کابل کې د هغو ماشومانو درملنه وکړه چې د يوه ناچاوده توکي له امله ژوبل شوي وو


د آيساف د مرکزي سيمه ييزې قومندانۍ سرتېرو هغو شپږو تنو ماشومانو ته بيړنۍ روغتيايي مرسته برابره کړه چې نن د کابل د ده سبز په ولسوالۍ کې د يوه ناچاوده توکي د چاودنې له کبله ټپيان شوي وو.
نوموړي ماشومان ډېر ژر د هغوي دنږدې دوستانو لخوا په کابل کې د آيساف روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شوي وو.


له بده مرغه، يو ماشوم چې په چاودنه کې ډېر ژوبل شوى و روغتون ته تر رسېدو مخکې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دريو نورو ماشومانو جراحي عمليات ترسره شول او اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دئ. ددې ترڅنګ ډاکترانو د هغو دوه نورو ماشومانو چې سپک او سرسري ټپونه يې لرل، درملنه وکړه.
د لومړنيو رپوټونو له مخې، نوموړو ماشومانو ناچاودى توکى په کوڅه کې موندلى و او لوبې يې پرې کولې ،چې د چاودنې لامل شو.


د مرکزي سيمه ييزې قومندانۍ وياند بريدمن مارک ډېجين وويل: ” دا يوه ويرجنه پېښه وه چې د آيساف د عامه پوهاوي د منډو ترړو سره سره د ناچاودو توکو او ځاى پر ځاى شويو ماينونو لخوا رامنځ ته شوي خطرونه ډاګيزه کوي.  د تېرو څلورو اونيو په اوږدو کې ١٠ تنه ماشومان چې په ورته پېښو کې ژوبل شوي وو په فرانسوي روغتون کې يې درملنه وشوه. ” نوموړي دغه راز زياته کړه: موږ دا وړانديز کوو چې که هرڅوک ناچاوده مهمات ومومي نو نه دې ورنږدې کېږي او د لرې کېدو هڅه يې دي نه کوي. دوي بايد د افغان ملي پوليسو سره اړيکه ونيسي او هغوي ښايي چې د سيمې د خونديتوب او د رامنځ ته شوي ګواښ د له منځه وړلو  په هکله اړين ګامونه اوچت کړي.