کور / تازه خبرونه / په صبرۍ ولسوالۍ کي د ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

په صبرۍ ولسوالۍ کي د ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صبرۍ په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې په پايله کې د آيساف دوه سرتيري مړه او څو تنه نور ټپيان شول
کابل، افغانستان ( د مارچ ٤ مه ) – د دوشنبې په ورځ د صبرۍ په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له کبله د آيساف دوه سرتيري مړه او ١٥ نور ټپيان شول. په ټپيانو کې  يو د ملي پوليسو سرتيرى  او ٤ ملکې کسان شامل دي.
د صبرۍ په ولسوالۍ کې کله چې يوه غوڼده روانه وه، په ناڅاپي توګه يوه  چاودنه ترسره شوه چې له امله يې د صبرۍ  ولسوالۍ د ودانې کوټي ويجاړې شوې. د ويجاړيو له کبله، د ژغورنې ډلې ته ډير وخت په کار و ترڅو د چاودنې له امله د زيانمن شوو کسانو ارزونه ترسره کړي.
ټپي شوي کسان د درملنې په موخه د آيساف روغتون ته وليږدول شول.


د آيساف وياند بريد جنرال کارلوس برانکو وويل:” مونږ د هغو سرتيرو چې په نوموړې غمجنه پيښه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ او د هغو ټپي شوي پوځيانو او افغانانو له کورنيو او دوستانو سره خپله ژوره خواشيني او خپګان شريک کوو”.
د آيساف له پاليسۍ سره سم ، آيساف د وژل شوو سرتيرو هويت  وړاندې تردې، چې اړوند هيواد يې په ډاګه کړي ، نه جوتوي.