کور / شعر / دلته مه را ځه سپرلیه

دلته مه را ځه سپرلیه

مالومېږې را روان یې په ځولۍ کې دې ګلونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
ښه پوهېږوله ښه نېته را روان یې زموږ خواته
نه تم کېږې نه ځنډېږې را ځې ښکلې پښتونخوا ته
اوس هغه وختونه نشته څوک دي ګوډ د چا ملا ما ته
هردم ژوند غنیمت بولو تمه نه لرو سبا ته
لا خبر نه یې چې دلته قتل عام شول ولسونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
زموږ داسې بد نصیب دی موږ هر وخت یو کړېدلي
نه په چاپسې یو تللي نه په چا یو وردانګلي
یونانیان که انګرېزان ودوی اشغال ته وو راغلي
دوی خو څه چې روسان هم دلته بې حده شرمېدلي
دا ځل داسې لېوان راغلل ور سره دي وحشتونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
دزړه سره پسرلیه راته ګران یې زموږ خوښېږې
داسې نه چې زموږ مېلمه شې بیا له موږ سره کړېږې
موږ په خپل کور واکمن نه یو ته په دې باندې پوهېږې
ټول به تا ته یو خوابدي ته به هم موږ ته ځورېږې
له نیمی لارې در ګرزه بیا به وکړې ارمانونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
موږ پوهېږو تنها نه راځې راوړې رنګ رنګ ګلان ته
له ګل بوټو او ګل ځانګو سره یو ځای بلبلان ته
کور آباد کارغان دې خوښ نه دي را وړې شینکي طوطیان ته
ګل سرخ اونارنج ګل راوړې نښترو ته بازان ته
نن زموږ نغمه خاموشه نه غږیږي ربابونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
نن زموږ په کور ماتم سړي خواره راغلل اسیا ته
بهانه دیموکراسي کړي چل یې جوړ دی لویې غلا ته
افغاني ګلبڼ یې وسو هم عراق اوس ځي لیبیا ته
دعربو کوردې وران شي لا دوست وايي امریکا ته
دا خو هغه ځناور دې چې یې وران کړل خپل برجونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
موږ ته خدای راپېښه کړې چې سوځیږو لر اوبر
موږ مغرور یو کبرجن یو موږ هر یو یو دخپل سر
نوروخپلو کې لاس یو کړ هغوی مشر کړ خپل خر
موږ له هرچا ځان لوړ بولو خو لا نه لرو رهبر
ځکه زه بسمل کړېږم ناسورشوي مې زخمونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
مالومېږې را روان یې په ځولۍ کې دې ګلونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه